آنتونی ګائودی
From Wikipedia, the free encyclopedia
آنتوني ګائودی آی کورنټ (زوکړه: د ۱۸۵۲ زکال د جون ۲۵ مه – مړینه: د ۱۹۲۶ زکال د جون ۱۰ مه) له هسپانیا څخه کاتالاني معمار و چې د کاتالاني موډرنېزم د مخکښ استازي په توګه پېژندل کېږي. د ګائودي اثار د ځانګړي سبک لرونکي و. د هغه ډېری آثار په بارسلونا کې دي چې په کې د هغه اصلي اثار لکه د ساګرادا فامیلیا کلیسا هم شاملېږي.[5]
آنتونی ګائودی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | اسپانیا [1][2][3] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | معماري [4] |
لاسليک | |
سمول |
د ګائودي اثار د معمارۍ، طبیعت او مذهب په برخو کې د هغه د ژوند د علایقو تر اغېز لاندې و. هغه د خپلو ټولو چارو جزیاتو ته په پام د معمارۍ په برخه کې یو شمېر صنایع لکه سرامیک، نقاشي شوې شیشې، نرمه اوسپنه (فرفورژه)، آهنګري او نجاري ادغام کړل. نوموړي همدارنګه د توکو په تصفیه کې یو شمېر نوي تخنیکونه لکه د سرامیکي ضایعاتو څخه د کار اخیستو په برخه کې د ترنکادي تخنیک معرفي کړل. [6]
ګائودي په خپلو چارو کې د نیوګوتیک هنر او ختیځو تخنیکونو د اغېز له امله د معاصر خوځښت برخه وګرځېد چې دغه خوځښت د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې خپل اوج ته ورسېد. د هغه اثار د معاصرتوب له اصلي جریان څخه مخکې شول او له طبیعي ډولونو څخه په الهام اخیستو سره د ارګانیک سبک له مخې خپل اوج ته ورسېدل. ګائودي په ډېر ندرت سره د خپلو آثارو دقیقې طرحې وړاندې کولې او پر ځای یې دا غوره بلله چې د هغو درې اړخیز (سه بعدي) موډلونه جوړ کړي او جزئیات یې هماغه ډول چې انګېرل، قالب بندي کړي.
د ګائودي آثارو نړیوال شهرت درلود چې تل به د معمارانو له خوا ستایل کېدل او د هغه له لارو چارو څخه به یې ګټنه کوله. د هغه شاهکار کار ساګرادا فامیلیا دی چې تر اوسه نه دی بشپړ شوی خو بیا هم په هسپانیا کې تر ټولو زیات لېدونکي لرونکې تاریخي وادنۍ ده. د ۱۹۸۴ زکال څخه تر ۲۰۰۵ زکال پورې د هغه اووه اثار د یونسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شوي. د ژوند په اوږدو کې د نوموړي کاتولیک باورنه لا پسې زیات شول چې له امله یې د هغه په ډېری اثارو کې مذهبي انځورونه تر سترګو کېږي. دغې چارې هغه ته د «خدای د معمار» مستعار نوم ورکړ او لامل وګرځېدې چې د کلیسا له خوا دهغه کس په توګه یاد شي چې مستقیم به جنت ته ځي. [7][8][9]