ادم سمېت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هنرونو د سلطنتي ټولنې همکار ادم سمیت (۱۶ جون ۱۷۲۳ زکال تعمید غسل ورکړل شوی – ۱۷ جولای ۱۷۹۰ زکال) سکاټلنډي اقتصاد پوه او فیلسوف او د سکاټلنډ د روڼ آندۍ د دورې یو له مهمو څېرو څخه و. نوموړی چې «د اقتصاد پلار» او «د کپټلېزم پلار» په توګه پېژندل کېږي، د اخلاقي عواطفو د نظریې (۱۷۵۹ زکال) او د ملتونو د سرمایې د ماهیت او علتونو (۱۷۷۶ زکال) په نومونو یې دوه کلاسیک آثار لیکلي. یاد دویم اثر یې چې د ملتونو د سرمایې په اختصار یادول کېږي، د هغه تر ټولو لوی او د معاصر اقتصاد لومړی اثر ګڼل کېږي. هغه په خپل دغه اثر کې د مطلقې ګټې تیوري مطرح کړې ده. [2][3][4][5][6]
ادم سمېت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷۲۳ |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه اخلاق سياسي فلسفه فلسفه [1] د روشنګرۍ دوره [1] |
لاسليک | |
سمول |
سمیت په ګلاسکو پوهنتون او د اکسفورډ په بالیول کالج کې د ټولنیزې فلسفې په څانګه کې زده کړې وکړې، هغه لومړنی محصل و چې د سکاټ جان سنیل د فیلوشف سکالرشیپ څخه په ګټنې یې په اکسفورډ زده کړې وکړې. له فراغت وروسته هغه په بریالي توب سره وکولای شول، په ادینبورګ پوهنتون کې یو لړ عمومي ویناوې وکړي، هغه ویناوې چې لامل وګرځېدې، د سکاټلنډ د روڼ آندۍ په دوره کې هغه د ډېوېډ هوم همکار کړي. سمیت په ګلاسکو پوهنتون کې د اخلاقو د فلسفې په تدریس سره د ښوونکي ځایګي ته ورسېد او دغه مهال یې د اخلاقي عواطفو د نظریې په نوم خپل اثر ولیکه. د ژوند په وروستیو کې هغه د لارښود ځایګي ته ورسېد او دغې چارې زمینه برابره کړه چې ټولې اروپا ته سفر وکړي او هلته یې د خپل مهال له نورو فکري رهبرانو سره ولیدل.[7]
سمیت د کلاسیک آزاد بازار د اقتصاد بنسټ جوړ کړ. د ملتونو د سرمایې په نوم د هغه اثر د اقتصاد په برخه کې د معاصرو اکاډمیکو زده کړو مخکښ و. په دغه اثر او نورو آثارو کې هغه د کار د وېش مفهوم ته پراختیا ورکړه او څرګنده یې کړه چې څه ډول شخصي ګټې او منطقي سیالي د اقتصادي ودې لامل ګرځي. سمیت د خپل ژوند پر مهال یوه بحث جوړوونکې څېره وه او د لیکنو د سبک په اړه یې تر ډېره نورو لیکوالونو، لکه: هوراس والپول مبالغه کوله.[8]