اسلام اباد
From Wikipedia, the free encyclopedia
اسلام اباد د پاکستان پلازمېنه، او د پاکستان د فډرال حکومت له خوا د اسلام آباد مرکزي قلمرو د یوې برخې په توګه اداره کېږي. دا په پاکستان کې تر ټولو ستر نهم ښار دی؛ حال دا چې د اسلام آباد-راولپېنډۍ ښاري سیمه د هېواد درېیمه تر ټولو ګڼ مېشتې سیمه ده چې نږدې ۴,۱ میلیونه وګړي پکې اوسېږي. د پخوانۍ پلازمېنې، کراچې، پر ځای اسلام آباد د یوه پلان شوي ښار په توګه په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړ شو. اسلام آباد د ژوند د لوړو معیارونو، خوندیتوب او پراخې سرسبزۍ له امله د پام وړ ښار دی. [5][6][7][8][9]
اسلام اباد | |
---|---|
اسلام اباد | |
د اسلام اباد انځور | |
اسلو,[1] شين ښار | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۳°۴۳′ شمال ۷۳°۰۴′ ختیځ | |
جوړ شو | 1960 |
نومول شوی په | اسلام |
اداري وېش | |
هېواد | پاکستان |
سيمه | اسلام اباد پلازمېنه |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• چيف کمشنر | طارق پيرزاده |
• چيئرمين سي ډي اے | سيد طاهر شهباز |
• ډپټي کمشنر | عامر علي |
پراخوالی | |
• پلازمېنه | 906 کیلومتره مربع |
لوړوالی | 490 متر |
نفوس شمېرنه (2014 کال له مخې)[2] | |
• پلازمېنه | ۱٫۹ مليون [3] |
• ښاري سیمه | ۱,۸۲۹,۱۸۰ |
• ستره ښاري سيمه | ۲٫۲ مليون |
د گڼه گوڼې نوم | اسلام آبادي |
وروستي مالومات | |
وخت زون | PST (ه.ن.و+5) |
Postcode | 44000 |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 051 |
جيو کوډ | 1176615[4] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | www.islamabad.gov.pk |
سمول |
د دې ښار ماسټرپلان د کونستانتینوس اپوستولو دوکسیادیس په نامه د یوه یوناني معمار له خوا ډيزاین شوی دی چې یاد ښار په اتو زونونو وېشي، لکه اداري، ډپلوماټیکه شنه سیمه، استوګنیزې سیمې، تعلیمي او صنعتي سکټورونه، تجارتي سیمې او کلیوالې او شنې سیمې چې د پلازمېنې پراختیا ادارې په همکارۍ د اسلام آباد د ښاري شرکت له خوا اداره کېږي. په اسلام آباد کې ګڼ پارکونه او ځنګلونه دي، لکه د مارګله هېلز ملي پارک او شکرپاریان. پدې ښار کې د سیل وړ ګڼ ځایونه هم شته لکه فیصل جومات، چې سوېلي آسیا تر ټولو لوی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځم جومات دی. د سیل په نورو ځایونو کې د پاکستان ملي یادڅلی او د ډموکراسۍ چوک. [10][11][12][13][14]
اسلام آباد د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې (Globalization and World Cities Research Network) له خوا یو ګاما+ (Gamma+) ښار بلل شوی دی. اسلام آباد په پاکستان کې د ژوند لپاره تر ټولو قیمتي ښار دی چې ډېری اوسېدونکي يې د منځني او لوړ پوړ ښاریان دي. [15][16]
په اسلام آباد کې شل پوهنتنونه دي، لکه د بهاریا پوهنتون، قائد اعظم پوهنتون، PIEAS، COMSATS پوهنتون او NUST. دا ښار د پاکستان یو تر ټولو خوندي ښار دی چې د رادیويي څپو پېژندلو څارنیز سیسټم (RFID) او ۲۰۰۰ فعالې CCTV کامرې لري. [17][18]