البرت پارسونز
From Wikipedia, the free encyclopedia
البرت ریچارد پارسونز (۲۰ جون ۱۸۴۸ – ۱۱ نومبر ۱۸۸۷ زکال) مخکښ امریکايي سوسیالېست او بیا وروسته د د انارشېستي اخبار مدیر مسئول، ویناوال او کارګري فعال و. په ځوانۍ کې نوموړي د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال په تکزاس کې د امریکا د کنفدریشن ایالاتو په پوځ کې خدمت وکړ. له جګړې وروسته هغه په تکزاس کې استوګن او د پخوانیو غلامانو د حقونو مدافع او بیا وروسته د بیارغاونې پر مهال یو جمهوري غوښتونکی چارواکی شو. نوموړی په ۱۸۷۳ زکال کې له خپلې مېرمن لوسی پارسونز سره شیکاګو ته کډه وکړه او په اخبارونو کې یې کار وکړ. همدا ځای و چې هغه د کارګرانو له حقونو سره لیوالتیا پیدا کړه. په ۱۸۸۴ زکال کې هغه د الارام (The Alarm) اخبار د مدیر مسئول په توګه کار پیل کړ. پارسونز د شیکاګو یو له هغو څلورو راډیکال راهبرانو څخه و چې پولیسو ته د بم اېښودلو په برید کې چې د های مارکېټ پېښه بلل کېږي، د توطئې په جرم محکوم شو او په دار وځړول شو.
البرت پارسونز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۰ جون ۱۸۴۸ |
مړینه | شیکاګو |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |