الفريډ رسل واليس
From Wikipedia, the free encyclopedia
الفريد رسل واليس (۸ جنوري ۱۸۲۳ – ۷ نومبر ۱۹۱۳ز ) په طبيعيت باور لرونکی بریتانوی لوڅاوو (کشاف)، جغرافيه لیکونکی، انسان پېژندونکی، بيالوژي پوه او انځورګر و. نوموړی په خپلواک ډول د طبيعي غوراوي له لارې د تکامل پر نظريه د پوهېدو له امله خورا شهرت موندلی؛ په دې موضوع د هغه لیکنه د کارليس ډاروين له ځينو لیکنو سره يو ځای په ۱۸۵۸ ز کال کې خپره شوې وه. دې چارې ډاروين وهڅاوه چې «د انواعو سرچینې په اړه » ترسرلیک لاندې خپله لیکنه خپره کړي.[1][2]
الفريډ رسل واليس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ژونځمکپوهنه ، تکامل ، ژونپوهنه ، ځمکپوهنه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
د ډاروين په څېر اليس هم پراخه ساحوي کارونه تر سره کړل – لومړی يې د امازون سمندر په رودخانه کې، ورپسې د ماليا مجمع الجزاير کې، چېرته چې هغه د حيواناتو وېش تشخيص کړ چې اوس د واليس د کرښې په نوم يادېږي، کوم چې د اندونيزيا مجمع الجزاير په دوو جلا جلا برخو وېشي: لوېديځه برخه چېرته چې حيوانات په ستره پيمانه اسيايي اصليت لري او ختيځه برخه چرته چې استراليايي حيوانات دي. هغه په نولسمه پېړۍ کې د جغرافيې له اړخه د حيواناتو د ډولونو د وېشلو مخکښ پوهاند و او کله کله «د ژوند د جغرافيې پلار» په نوم هم پېژندل کېږي.[3]
واليس د نولسمې پېړۍ د تکاملي مفکرينو له مخکښانو يو و، د طبيعي غوراوي شریک کشف کوونکی و، تر څنګ يې د تکامل نظريې په پرمختګ کې زياته ونډه درلوده. د هغه په کارونو کې د حيواناتو له خوا د خبرداري ورکولو رنګ اخستل او پياوړتيا (چې کله کله د واليس د اغېز په نوم يادېږی) شامل دي، دا هغه ګڼنه (فرضيه) ده چې طبيعي غوراوي څنګه کولای شي، د هايبرډيزيشن پر ضد د خنډونو په پراخولو کې مرسته وکړي او په دې توګه بېلا بېل انواع رامنځته کړي. «په کايناتو کې د انسان ځای» په نوم د واليس کتاب چې په ۱۹۰۴ ز کال کې خپور شوی، په نورو سيارو کې د ژوند د شونتيا په اړه د يو ژوند پېژندونکي لومړۍ جدي هڅه وه. همدا راز، هغه لومړی ساينس پوه و چا چې په مريخ کې د ژوند د شتون يا نه شتون د موضوع په اړه لومړۍ جدي لیکنه وکړه.[4]
د علمي کار تر څنګ، نوموړی يو ټولنيز فعال هم و او په نولسمه پېړۍ کې په بریتانيه کې يې پر هغه اقتصادي نظام چې (پانګوالي) يې باله، نیوکه درلوده، اليس دا نظام غير عادلانه باله. د روحانيت پلوۍ او د انسانانو د لوړو ذهني وړتياوو لپاره د غیر مادي اصل پر نه شتون د هغه باور د علمي بنسټونو له ځينو غړو سره د هغه اړيکې خړې پړې کړې وې. په طبيعي تاريخ کې د هغه لېوالتيا د دې لامل وګرځېده چې د لومړي پوهاند په توګه د انسانانو د کارونو له امله پر چاپېريال د اغېزو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي. هغه يو ستر ليکوال و چې په سینګاپور، اندونيزيا او ماليزيا کې يې په علمي او ټولنيزو موضوعاتو لیکنې کړي؛ د ملايا مجمع الجزاير يې ډېر مشهوراو هم ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی و. په ۱۸۶۹ ز کال کې په لومړي ځل له خپرېدو وروسته بيا کله هم چاپ نه شو.