ایلبرېج ګېري
From Wikipedia, the free encyclopedia
ایلبرېج ګېري (د ۱۷۴۴ ز کال د جولای له ۱۷ مې(د تاریخ په پخوانۍ بڼه د ۱۷۴۴ ز کال د جولای له ۶مې) نه د ۱۸۱۴ ز کال د نومبر تر ۲۳ مې پورې) د متحده ایالاتو له بنسټ اېښودونکو، سیاستوال او ډیپلومات و چې له ۱۸۱۳ ز کال نه تر ۱۸۱۴ ز کال پورې تر خپلې مړینې یې د پنځم ولسمشر مرستیال په توګه د جیمز مدیسون تر واک لاندې دنده ترسره کړه. د gerrymandering سیاسي اصطلاح(د ټاکنیزو حوزو غیر عادلانه وېش) د نوموړي له نامه نه اخیستل شوې ده. هغه د ولسمشر د مرستیال په توګه دویم کس و چې د دندې پر مهال له نړۍ سترګې پټوي.
ایلبرېج ګېري | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷ جولای ۱۷۴۴[1][2][3][4] |
مړینه | 23 نومبر 1814 (70 کاله)[1][2][3][4] |
د مړینې لامل | د زړه ناروغي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
ګېري چې په یوه بډایه سوداګره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۷۶۰ ز کلونو کې د بریتانوي استعمار د سیاست پر وړاندې په کلکه ودرېد او د امریکا په انقلابي جګړه کې د مقاومت د لیکو د سمبالولو په لومړیو پړاوونو کې کارنده کس و. کله چې ګېري دویم کانټینینټل کانګرس ته لاره و موندله، هم یې د خپلواکۍ اعلامیه او هم یې د کنفدراسیون مادې لاسلیک کړې. نوموړی له هغو درېیو کسانو نه وو چې په ۱۷۸۷ ز کال کې یې د اساسي قانون په کنوانسیون کې ګډون کړی و او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لاسلیک کولو نه یې ډډه وکړه، ځکه چې نوموړی قانون د لاسلیک پر مهال د حقونو قانون له ځانه سره نه درلود. د قانون له تصویب وروسته، نوموړي د متحده ایالاتو کانګرس ته لاره و موندله، چې په هغه ځای کې نوموړی د انفرادي او دولتي آزادیو د ملاتړي په توګه د حقوقو د قانون د مسودې په ترتیب او تصویب کې کارنده ونډه درلوده.
په لومړیو کې ګېري د سیاسي ګوندونو د را منځ ته کېدو د نظر مخالف و او د سیاسي وېش په دواړو خواوو کې یې د فدراليستانو او دیموکرات-جمهوریت غوښتونکو ترمنځ پرله پسې ملګرتیا ته وده ورکوله. نوموړی د یو ډیپلوماتیک پلاوي د غړی په توګه فرانسې ته ولاړ او د XYZ په قضیه کې فدرالیسټانو هغه د خبرو اترو د ناکامۍ پړ و ګڼلو، چې له نا سم چلند سره مخامخ شو. له هغې وروسته ګېري دیموکرات جمهوري غوښتونکی شو، په ۱۸۱۰ ز کال د چوکۍ له ګټلو نه وړاندې څو ځله د ماساچوسټس د والي د چوکۍ په سیالۍ کې پاتی راغی. د نوموړي په دویمه دوره کې، مقننه قوې د سنا لپاره نوې ایالتي ولسوالۍ تصویب کړې چې د gerrymandering سیاسي اصطلاح(د ټاکنیزو حوزو غیر عادلانه وېش) د رامنځ ته کېدو لامل شو، ، که څه هم د سنا مجلس دیموکراتیک جمهوریت پاتې شو، هغه راتلونکې ټاکنې له لاسه ورکړې. وروسته ګېري د دیموکراتیک جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند شو او د ۱۸۱۲ ز په ټاکنو کې د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. ګېري چې په عمر کې زوړ او له ناسم روغتیايي حالت سره مخامخ و، تر مړینې دمخه د په دفتر کې خپلې دورې ۲۰ میاشتې خدمت ترسره کړ. نوموړی د خپلواکۍ د اعلامیې یوازینی لاسلیک کوونکی دی چې په واشنګټن ډي سي کې خاورو ته سپارل شوی دی.