جيمز ماډيسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جيمز ماډيسن (۱۷۵۱ د مارچ ۱۶مه – ۱۸۳۶ز- د جون ۲۸) يو امریکايي سياستدان، ديپلومات، پراختيا غوښتونکی، فيلسوف او د متحده ايالاتو د جوړوونکو له ډلې و، چا چې له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۷ز پورې د متحده ايالاتو د څلورم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه. د متحده ايالاتو د اساسي قانون او متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د لیکلو او خپرولو په برخه کې د هغه مهمې ونډې ته په کتنې سره «د اساسي قانون پلار» په توګه د هغه ستاينه کېږي. هغه د فدرالي پاڼو په لیکلو کې برخه درلوده، ديموکراتيک-جمهوري ګوند يې جوړ کړ او له ۱۸۰۱ز څخه تر ۱۸۰۹ز پورې يې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د پنځم وزير په توګه کار وکړ.
جيمز ماډيسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 1.63 متر |
مذهب | |
ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
د ويرجينيا په يوې وتلې کروندګرې کورنې کې زېږېدلی ماډيسين، د امريکا د انقلابي جګړې په اوږدو کې او له جګړې وروسته د ويرجينيا د استازو د جرګه ګۍ او لویې وچې د کانګريس د غړي په توګه کار وکړ. هغه د کانفدريشن د اصولو پر بنسټ له رامنځته شوي کمزوري حکومت څخه خوښ نه و او د اساسي قانون د کنوانسيون په جوړولو کې يې مرسته وکړه، د کوم په پايله کې چې نوی اساسي قانون جوړ او د کانفدريشن د اصولو ځای ناستی شو. د ماډيسن د ويرجينيا طرحې د اساسي قانون د مذاکراتو لپاره د بنسټ په توګه کار وکړ او هغه د دې کنوانسيون يو له تر ټولو اغېزناکو شخصيتونو څخه و. ماډيسن د اساسي قانون د تصويب په خوځښت کې يو مشر شخص و، هغه له الکساندر هميلټن او جان جای سره په شریکه فدراليست پاڼې ولیکلې، دا د اساسي قانون د تصويب پر پلوۍ د لیکنو يوه لړۍ وه، کوم چې د امریکا په تاريخ کې د سياسي علومو تر ټولو اغېزناک آثار و.
د اساسي قانون تر تصويب وروسته، ماډيسن د متحده ايالاتو د استازو په جرګه کې د يوه مهم مشر په توګه راڅرګند شو او د ولسمشر جورج واشنګټن د نژدې سلاکار په توګه یې دنده تر سره کړه. هغه د متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د تصويب تر شا مرکزي ځواک و، کوم منشور چې په اساسي قانون کې فردي خپلواکي او حقوق تضمينوي. د ۱۷۹۰يمو کلونو په لومړيو کې ماډيسن د هغه اقتصادي ځواک د مرکزي کولو طرحې مخالفت وکړ چې د خزانې وزير الکساندر هميلټن غوره کړې وه. هغه له تاماس جفرسن سره يو ځای ديموکراتيک-جمهوري غوښتونکی ګوند منظم کړ، دا او د هميلټن فدراليست ګوند په هېواد کې لومړي ستر سياسي ګوندونه وو. کله چې جفرسن د ۱۸۰۰ز کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، ماډيسن له ۱۸۰۱ څخه تر ۱۸۰۹ز کال پورې د هېواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کړه. د دې دندې پر مهال، هغه د لويزيانا د پيرلو چاره تر څار لاندې نيولې وه، کوم چې د متحده ايالاتو اندازه دوه برابره کړه.
ماډيسن د ۱۸۰۸ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جفرسن ځای ناستی شو. له هغې وروسته چې ديپلوماتيکو اعتراضونو او سوداګريزو بنديزونو پر امريکايي بېړيو د بریتانيې واک پای ته ونه رساوه، هغه په ۱۸۱۲ز کال کې متحده ايالات په جګړه کې ښکېل کړل. دا جګړه يو غشی و او بې له کومې پايلې پای ته ورسېده، خو ډېرو امريکايانو دې جګړې ته د بریتانيې پر ضد «د آزادۍ د دویمې بريالۍ جګړې» په سترګه کتل. دې جګړې ماډيسن د يوه پياوړي مرکزي حکومت اړتيا ته قانع کړ. هغه په ۱۸۱۶ز کال کې د متحده ايالاتو د دویم بانک د جوړولو او ملاتړې تعرفې د تصويب مشري په غاړه درلوده. د تړون يا جګړې له لارې د ماډيسن ولسمشرۍ له متحده ايالاتو سره د امريکايي-هندي درويشت ميليونه جريبه ځمکه يو ځای کړه. هغه په ۱۸۱۷ز کال کې له دندې څخه تقاعد شو او په ۱۸۳۶ز کال کې ومړ. ماډيسن کله هم خپل جمهوري شخصي باورونه د مريانو له ملکيت سره يو ځای نه کړل. ماډيسن د متحده ايالاتو د جوړوونکو له جملې يوه مهمه څېره بلل کيږي اوتاريخ پوهان هغه په درجه بندۍ کې له منځنۍ درجې پورته ولسمشر بللی دی.