حوزې مارتي
From Wikipedia, the free encyclopedia
حوزي جولیان مارتي پرېز ( هسپانوي تلفظ یې [خوزي مارېتي/ xoˈse maɾˈti] د ۱۸۵۳ ز کال د جنورۍ په ۲۸ زېږېدلی - د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مړ شوی. یو کیوبایي ملت پال، شاعر، فلیسوف، مقاله لیکونکی او ناشر و، هغه له هسپانیې څخه د خپل هېواد په خپلواک کولو کې د خپل رول له امله د کیوبا د ملي اتل په توګه پېژندل کېږي. هغه د لاتینې امریکا په ادبیاتو کې هم یوه پېژندل شوې څېره ده. هغه له سیاسي اړخه ډېر فعال و او د سیاست له مهمو نظر خاوندانو او فلیسوفانو څخه یو و. هغه په ۱۹ پېړۍ کې د خپلو لیکنو او سیاسي فعالیتونو له لارې د هسپانیې له امپراتورۍ څخه د کیوبا د خپلواکۍ د هڅو په سمبول بدل شو او هغه اوس "د کیوبا د خپلواکۍ د رسول" په توګه یادیږي. هغه له نوې ځوانۍ څخه خپل ژوند د کیوبا د سیاسي خپلواکۍ او د ازادۍ د دودولو او د ټولو امریکایي هسپانویانو، د فکري خپلواکۍ لپاره ځانګړی کړ. هم انقلابي کیوبایانو او هم هغه ډلې کیوبایانو چې مخکې د انقلاب پیلولو ته مایل نه وو د هغه مړینه یې له هسپانیې څخه د کیوبا د خپلواکۍ لپاره د غم ناره یاده کړه.[3][4][5]
حوزې مارتي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | هاوانا [1] |
مړینه | |
تابعیت | اسپانیا |
واک | |
قونسلګري | |
د واکمنۍ دوران ۳ مارچ ۱۸۸۷ – ۲۹ فبروري ۱۸۹۲ | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | هسپاني [2] |
پوځي خدمت | |
مقام | تورن جنرال |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
مارتي د هسپانیې د سترواکۍ په هاوانا کې زېږېدلی خپل سیاسي فعالیتونه یې په کم عمر کې پیل کړل. هغه هسپانیا، لاتیني امریکا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل او د کیوبا د خپلواکۍ د ارمان لپاره یې عامه پوهاوی او ملاتړ زیات کړ. د کیوبا له مهاجرې ټولنې سره په ځانګړي ډول په فلورېدا کې اتحاد د هسپانیا خلاف د کیوبا د خپلواکۍ د جګړې د بریا لپاره ډېر اړین و. هغه د دغې جګړې په طرحه او پلي کولو کې کلیدي رول درلود او همدارنګه د کیوبا د انقلابي ګوند او د هغه د اېډيالوژۍ طراح هم و. هغه د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مه د ډوس ري یوس په جګړه کې مړ شو. مارتي د اوسنۍ پېړۍ په لومړیو کې د لاتینې امریکا له لویو روښان فکرانو څخه بلل کېږي. د شعرونو یوه ټولکه، مقالې، لیکونه، ویناوالۍ، یو ناول او د ماشومانو لپاره یوه مجله د هغه مکتوب آثار دي.
هغه د امریکا او لاتینې امریکا د ډېری ورځپاڼو لپاره لیکنې وکړې؛ هغه همدارنګه د یو شمېر ورځپاڼو بنسټ کېښود. د هغه د پاترېیا ورځپاڼه د کیوبا د خپلواکۍ د تبلیغاتو لپاره د هغه تر ټولو مهمه وسیله وه. د هغه تر مړینې وروسته د وېرسوس سېنسیلوس (ساده ایاتونه) له کتاب څخه د ګوانتانامېرا په سندرې واوښته چې په ډاډمن ډول د کیوبا د هېوادپالنې سندره ده. د ازادۍ، خپلواکۍ او ديموکراسي مفاهم د هغه د ټولو اثارو له وتلو موضوع ګانو څخه دي، چې پر نیکواراګايي شاعر روبین داريو او چيلییایي شاعر ګبرېلا مېسترال يې اغېز درلود. د کیوبا د ۱۸۵۹ ز کال تر انقلاب وروسته د مارتي اېډیالوژي د کیوبا په سیاست کې په اصلي محرکه قوه بدله شوه. هغه همدارنګه د کیوبا د شهید په توګه یادیږي. [6][7][8]