دیارلسم پاپ لیو
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ریارلسم پاپ لیو (په ایټالوی ژبه: Leone XIII؛ د زیږون نوم یې Vincenzo Gioacchino Raffaele Luigi Pecci؛ د ۱۸۱۰ کال د مارچ له ۱۲ – د ۱۹۰۳ کال د جولای تر ۲۰) د ۱۸۷۸ کال د فبروي له ۲۰ – په ۱۹۰۳ کال کې تر خپلې مړینې د کاتولیکې کلیسا مشر و. نوموړي چې ۹۳ کاله ژوند وکړ، له پاپ اګاتو څخه مخکې دوهم اوږد عمر لرونکی خادم پاپ دی چې او مخکې له شپاړسم متقاعد پاپ بینډیکټ څخه په تاریخ کې دریم ترټولو اوږد عمر لرونکی پاپ دی، او د سینټ پیټر د نهم پیوس (د هغه مخکېني) او دوهم جان پاول څخه وروسته څلورم کس دی چې د خدمت تر ټولو اوږده دوره یې درلوده.
دیارلسم پاپ لیو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | روم [1]، واتيکان [2] |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت (۱۸۷۱–۱۹۰۳) |
مذهب | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه ، لاتيني ژبه [3] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نوموړی د خپل عقلپاله لید او د عصري تفکر په اړه د کاتولیکې کلیسا د دریځ د تعریف د هڅو له امله شهرت لري. د ۱۸۹۱ کال د Rerum novarum (په نړۍ کې انقلابي بدلون) تر نوم لاندې په خپل مشهور لیک کې نوموړي د کارګرانو حقونه د عادلانه مزد، خوندي کاري شرایطو، او د سوداګریزو اتحادیو د جوړولو په برخه کې بیان کړل، پداسې حال کې چې د مالکیت او آزاد کار حقونه یې تاییدوي، د سوسیالیزم او آزاد کپیتالیزم مخالفت و. د دې لیک له امله، نوموړي د "سوسیال پاپ" او "د کارګرانو پاپ" په نوم مشهور شو، د کلیسا په ټولنیز لیدلوري کې یې د عصري فکر بنسټونه هم رامنځ ته کړل، چې د خپلو ځایناسو افکار یې تر اغېز لاندې راوستل. نوموړي د کاتولیکې کلیسا مریم پوهنه (ماریولوژي) تر اغېز لاندې راوسته او تسبېح او چپنې ته یې وده ورکړه. له ټاکل کېدو سره سم، نوموړي سمدلاسه د تومیزم (توماس اکویناس پلوي یا د توماس اکویناس خدای پېژندنه) د بېرته ژوندي کولو هڅه وکړه، او غوښتل یې چې دا د کاتولیکې کلیسا لپاره د رسمي دیني او فلسفي بنسټ په توګه راوړي. په پایله کې، نوموړي په ۱۸۷۹ کال کې د ایډیټیو لیونینا (Editio Leonina) چې د توماس اکویناس اثر دی، مالي ملاتړ کړ.
دیارلسم لیو په ځانګړې توګه د خپل د باور له امله شهرت لري چې په ټولنیز - سیاسي ډګر کې د کلیسا فعالیت هم د ټولنیز عدالت د وسیلې په توګه د کلیسا حیاتي ماموریت او د انسان د حقونو او عزت ساتل دي.
دیارلسم لیو په تسبېحو باندې د یوولسو پاپي لیکنو ریکارډ خپور کړ، چې نوموړي ته یې د "تسبېحو پاپ" لقب ورکړ. د دې تر څنګ، نوموړي دوه نوي مریمي چپنې تصویب کړې او لومړی پاپ و چې مریم یې د شفاعت کوونکی په توګه په بشپړه توګه و منله. هغه لومړنی پاپ و چې په پاپي ایالاتونو، چې په ۱۸۷۰ کلونو کې منحل شول، هېڅکله کوم کنټرول نه درلود. همدارنګه، د هغه زیاتره سیاستونه د پاپي ایالتونو د له لاسه ورکولو د مخنیوي په لور وو تر څو د غیر روحاني واک له لاسه ورکول حل کړي، خو بیا یې هم رومي ستونزې (د پاپ د غیر روحاني قدرت په اړه شخړه) ته دوام ورکړ.
په ۱۹۰۳ کال کې له مړینې وروسته، نوموړی د سینټ پیټر کلیسا په یوه لاندې کوټه کې ښخ شو چې ورسته په ۱۹۲۴ کال کې د هغه پاتې شوني د سینټ جان لیټران کلیسا ته ولېږدول شو.