د پاکستان د هوايي ډگرونو لړليک
From Wikipedia, the free encyclopedia
په دې مخ کې د پاکستان د ملکي هوايي ډگرونو، پوځي اډو او نورو وړو هوايي ډگرونو لړليک راغلی. په پاکستان کې نژدې ۱۳۹ هوايي ډگرونه دي.[1] د پاکستان تر ټولو لوی هوايي ډگر د کراچۍ په ښار کې د جناح نړيوال هوايي ډگر دی. په دغه هوايي ډگر کې په يوه وخت ۴۲ الوتکې الوتنې او ناستنې کولای شي. همداراز دا هوايي ډگر د مسافرينو ۱۶ ورونه لري. هر کال له همدغه هوايي ډگر نه ۶ ميليونه مسافرين سفرونه کوي. خو دا هوايي ډگر پخپله په يوه کال کې تر ۱۲ ميليونه مسافرينو سفري برداشت لري. د دې تر څنگ د لاهور، اسلام اباد، پېښور او کوټې نړيوال هوايي ډگرونه د پاکستان په کورنيو الوتنو کې ډېره ونډه لري.
د پاکستان ټول ملکي هوايي ډگرونه د پاکستان د ملکي هوايي چارواکو لخوا چلېږي. په دغو کې د سيالکوټ نړيوال هوايي ډگر چې د پاکستان او د لوېديځې اسيا لومړنی شخصي هوايي ډگر دی په شخصي توگه کورنيو او نړيوالو الوتنو ته ځانگړی شوی چې د همدغه هوايي ډگر خاوند د سيالکوټ د سوداگرۍ او صنعت څانگه ده. د پاکستان ټول پوځي هوايي ډگرونه د پاکستان د هوايي ځواک لخوا اداره کېږي خو په دې کې پرته له داهميال پوځي هوايي اډې چې په راولپېنډۍ کې او د تربېلا پوځي هوايي اډه هغه هوايي ډگرونه دي چې د پاکستان د پوځ لخوا اداره کېږي.