د یونان کورنۍ جګړه
د یونان کورنی جګړه (۱۹۴۹ - ۱۹۴۶) / From Wikipedia, the free encyclopedia
د یونان هېواد کورنۍ جګړه (په یوناني ژبه کې ο Eμφύλιος [Πόλεμος]، o Emfýlios [Pólemos]، « The Civil War») ۱۹۴۳ نه تر ۱۹۴۹ ز کلونو کې پېښ شوه. دا جګړه تر ډېره د یونان هېواد تاسیس شوې پاچاهۍ پر ضد (د انګلستان او امریکا په ملاتړ) ترسره شوه، چې په پایله کې پاچاهۍ کامیابه شوه. بایلونکی اپوزیسیون د یونان هېواد کمونیست ګوند (KKE) او د دې ګوند نظامي ډلې په وسیله، د یونان ډیموکراټیک پوځ (DSE) او د خلق ډیموکراټیک جمهوريت موقت دولت په وسیله اداره کېده. یرغلګر او یاغیان د یوګوسلاویا او شوروي اتحاد له لوري ملاتړ کېدل. دا جګړه او نښته د د کمونستانو تر واکمنۍ لاندې د کین اړخو د مقاومت اړوند سازمان EAM-ELAS او د کمونیزم ضد مقاومتي پوځونو تر منځ پیل شوه، چې د یو بل متحدین و او وروسته بیا د یونان دولت او کمونستانو تر منځ په یوه لویه کورنۍ جګړه بدله شوه، په پایله کې دا جګړه د یوناني پوځ په وسیله د DSE د ماتې لامل شوه.[1]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
د پيل موده | |
پاي | |
ګډونوال |
کورنۍ جګړه د کین اړخو او ښي اړخو ایدیولوژیو ترمنځ د یوې قطبي مبارزې نتیجه وه، چې په ۱۹۴۳ ز کال کې پیل شوه. له ۱۹۴۴ ز کال نه وروسته د دویمې نړیوالې جګړې (۱۹۴۱ – ۱۹۴۴ ز کلونو) د اشغال محوره دورې پای ته رسېدو له امله د رامنځته شوې خلا پر بنسټ هر اړخ یاد هېواد کې د واک ترلاسه کول خپله موخه وګرځوله. دا مبارزه د سړې جګړې لومړۍ نیابتي جګړه وه او دغه راز له سړې جګړې نه وروسته د متحدینو له خوا د یو بهرني هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لومړۍ بېلګه وه. په اوږدمهاله توګه د مهارولو د سیاست پلي کول د دې لامل شو چې یونان د امریکې متحده ایالتونو په وسیله (د ترومان نظریې او د مارشال د طرحې پر بنسټ) مالي تمویل شي، چې بیا په ۱۹۵۲ ز کال کې له ناټو سره یوځای شو. حال دا چې یرغلګر او یاغیان د شوروي اتحاد جوزف استالین، چې غوښتل یې جګړه پای ته ورسوي او یوګوسلاویا یعنې جوزیف بروز تیتو، چې غوښتل یې جګړه دوام وکړي د دې دواړو تر منځ د ژورو اختلافاتو له امله شورشیان او یرغلګر ډېر کمزوري شوي وو. [2][3][4]
د کورنۍ جګړې لومړۍ نښې د ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۴ ز کلونو په لړ کې د محوریانو په وسیله د یونان د اشغال په وخت کې رامنځته شوې. په داسې شرایطو کې چې د یونان دولت په جلا وطنۍ او تبعیدي حالت کې پر کورنیو چارو د اغېز ښندلو وړتیا نه درلوده، نو په دې شرایطو کې بېلابېلې مقاومتي ډلې رامنځته شوې، چې بېلابېلې سیاسي وابستګۍ یې لرلې او ډېری فعاله او مخکښې ډلې یې د ملي ازادۍ کین اړخې جبهې (EAM) او د دې جبهې نظامي ډله د یونان د خلکو د ازادۍ پوځ (ELAS) ډلې وې، چې په عملي توګه د KKE په وسیله کنترولېدې. د ۱۹۴۳ ز کال له مني موسم نه وروسته د EAM او نورو مقاومتي ډلو ترمنځ پراخې نښتې رامنځته شوې، چې د ۱۹۴۴ ز کال تر اوړي موسم پورې یې دوام وکړ، یعنې هغه وخت چې د ملي وحدت یو مشترک حکومت U=IAM په رامنځته کولو باندې توافق وشو، چې د ESM شپږ تنه یې FAW سره اړوند شپږ تنه تړلي وزیران و...
د کورنۍ جګړې سمدستي پیل د ۱۹۴۴ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۳مه نېټه، یعنې له سیمې نه د المانیانو د شاتګ څه کم دوه میاشتې وروسته پېښ شو. د خلع سلاح کولو له امر نه وروسته کیڼ اړخو یا چپیانو له دولت نه استعفا وکړه او د مقاومت غوښتونکي شوو. د Dekemvriana پاڅون راپورته شو، د یونان دولت پوځيانو د EAM پلویانو پر یوې لویې تجمع ډزې وکړې، ۲۸ تنه پاڅونوال یې ووژل او په لسهاوو نور یې زخمیان کړل. دا پاڅونونه د ملګرو د معافیت او بې وسلې کولو عمومي هدایت پر وړاندې د خوندیتوب اړوند پاڅون په پلمه تنظیم شوي وو، چې د رونالد اسکوبي (په یونان کې د انګلیسانو قومندان) په وسیله لاسلیک شوی و. له دې امله رامنځته شوې جګړې ۳۳ ورځې دوام وموند او په پای کې د EAM د ماتې لامل شو. د وارکیز تړون بل فرمان د ۱۹۴۵ ز کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شو، چې د کیڼ اړخو سازمانونو د لاسبري د ختمولو لپاره و؛ په دې توګه ELAS هومره بې وسلې او خلع سلاح شوو، چې ډېر ژر یې خپله ګوندي ځانګړنه له لاسه ورکړه، چې په پای کې د KKE تر واک لاندې راغی. [5]
د ELAS پخوانۍ ګوندي ډلې، چې په خپلو پټنځایونو کې ځای پر ځای شوې وې او د KKE په وسیله کنترولېدې، کله چې هغوی DSE او د هغه اړوند عالي پوځ مرکزي دفترونه تنظیم کړل، نو په ۱۹۴۶ ز کال کې جګړه پیل شوه. KKE د دې هلو ځلو ملاتړ وکړ او داسې پرېکړه یې وکړه، چې دا حکومت چې د ۱۹۴۶ ز کال تر ټاکنو وروسته جوړ شو او KKE ورسره پرېکوڼ کړی و، نو په نړیواله کچه د دې په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر وړاندې د اقدام کولو لپاره هېڅ بله لاره نشته. کمونیستانو د ۱۹۴۷ ز کال په ډسمبر میاشت کې یو موقت حکومت جوړ کړ او DSE یې د دې حکومت نظامي برخه وګرځوله. له یونان سره ګاونډیو کمونیستي هېوادونو لکه البانیا، یوګوسلاویا او بلغارستان د دې موقتي دولت او په تېره بیا د یونان په شمالي برخه کې د دوی د فعالو ځواکونو لوجستیکي ملاتړ وکړ.
له ۱۹۴۶ نه تر ۱۹۴۸ ز کاله پورې د دولتي ځواکونو له یو شمېر ماتو او تېروتنو سره سره، بلاخره د امریکا د مرستو زیاتوالی، د مناسبه اندازه ځواکونو د راجلبولو په برخه کې د DSE ناکامي او په ۱۹۴۸ ز کال کې د تیتو – استالین د پاشلتیا او وېش اغېزې او دغه راز د غربي متحدینو اړوند دولتي ځواکونو بریا د دې لامل شوه، چې یونان په ۱۹۵۲ ز کال کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ او په دې توګه د ایجن په سمندر کې د ټولې سړې جګړې لپاره د قدرت ایدیولوژيکي توازن په تعریفولو کې یې مرسته وکړه. کورنۍ جګړې بیا هم یونان د کمونیستي ایدلوژۍ ضد یو شمېر سختو امنیتي ترتیباتو سره مخ کړ، چې ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۶۷ ز کاله پورې په یونان کې د نظامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شو.