سوکالي
From Wikipedia, the free encyclopedia
سوکالي انګلیسي: Welfare په اقتصاد کې ټولنیزه سوکالي د تولیدوونکو او مستهلکینو لپاره د بازار څخه د ترلاسه کیدونکې سوکالي مجموعه ده، چې په ډیری کتابونو کې ټولنیزې سوکالۍ(social welfare) په نوم نومول شوې او ټولنیزه سوکالي هغه مهال خپل اعظمي حد ته رسیږي، چې بازار په پوره ډول سیالیگر وي.
هوساینه (یا په عموم ډول، ټولنیزه هوساینه) د دولت یو ډول ملاتړ دی چې موخه یې له هغه څه ډاډ ترلاسه کول دي چې د ټولنې غړي وتوانېږي لومړنۍ بشري اړتیاوې لکه خواړه او سرپناه پوره کړي. ټولنیز خوندیتوب کېدای شي د هوساینې سره مترادف وي، یا په ځانګړې توګه د ټولنیزې بیمې په هغو پروګرامونو دلالت وکړي چې یوازې هغو کسانو ته ملاتړ چمتو کوي چې مخکې یې ونډه اخیستې وي (د بېلګې په توګه د تقاعد سیستم)، او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو برعکس دی چې یوازې د اړتیا پر بنسټ (د بیلګې په توګه د معلولیت مرستې) ملاتړ چمتو کوي. د کار نړیوال سازمان ټولنیز خوندیتوب د زاړه عمر لرونکو خلکو لپاره د ملاتړ، د ماشومانو د ساتنې ملاتړ، طبي درملنه، د مور/پلار کېدو او ناروغۍ رخصتۍ، د وزګاري او معیوبیت مرستې، او د کار د ټپیانو لپاره د ملاتړ په توګه تعریفوي. [1][2][3][4][5]
په پراخه بڼه، هوساینه کېدای شي د وړیا یا سبسایډي ټولنیزو چوپړتیاوو لکه روغتیا پاملرنې، تعلیم، حرفوي زده کړې او عامه کورونو پر مټ د هوساینې د بنسټيزې کچې د چمتو کولو هڅې تر پوښښ لاندې راولي. په یوه هوسا دولت کې، دولت د ټولنې د روغتیا، پوهنې او هوساینې مسولیت پر غاړه اخلي چې یو لړ ټولنیزې چوپړتیاوې لکه څنګه چې پورته بیان شوې، وړاندې کوي. [6][7]
لومړۍ عمومي قانوني حکومتي هوساینه په اوومه پېړۍ (۶۳۴ ز کال) کې د راشدین خلیفه عمر رضی الله عنه په وخت کې را منځ ته شوه. لومړی هوسا دولت د آلمان شاهي نظام (۱۸۷۱-۱۹۱۸) و، چې په کې د بسمارک حکومت په ۱۸۸۹ کال کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، انګلستان د ۱۹۱۳ کال په شاوخوا کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ، او د اتلي د حکومت (۱۹۴۵ – ۱۹۵۱) په وخت کې، د ۱۹۴۶ کال د ملي بیمې په قانون سره یې هوساینه تصویب کړه. د لوېدیځې اروپا، آسټرالیا او نیوزیلنډ په هېوادونو کې، ټولنیزه هوساینه په عمده توګه د حکومت له لوري د ملي مالیاتو له عوایدو څخه ورکول کېږي، او په لږه کچه د غیر دولتي موسسو (NGOs) او خیریه موسسو (ټولنیز او دیني) له لوري چمتو کېږي. د ټولنیز خوندیتوب حق او د ژوند مناسب معیار د بشري حقونو د عمومي اعلامیې په ۲۲ او ۲۵ مادو کې تر ټینګار لاندې نیول شوی. [8][9][10]