شمالي قطبي سمندر
سمندر / From Wikipedia, the free encyclopedia
شمالي قطبي سمندر (شمالي منجمد سمندر) یاهم (شمال منجمد سمندر) د نړی د هغو سمندرونو څخه دی چی په شمالي قطب کی د امریکا، آسیا او اروپا په منځ کی پروت دی. مساحت یی ۱۴ میلیونه کیلومتره مربع دی چی اوسطی ژوروالی یی ۱۳۲۸ متره رېسیدلی سی. د سمندر سطح د یخ په واسطه پوښل شوی دی. مگر په اوس وخت کی د سمندر د یخ دغه پوښ د مځکې د کرې د تدویجی گرموالی په سبب کم شوی دی. د دغه سمندر په ژورو کی بیلا بیل تر اوبو لاندی بحری حیوانات شته. د سمندر په اوبو کی په څانگړی ډول نهنگان او سمندری نولی ژوند کوي. په ۱۹۵۸ کال کی امریکایی اټمی محت بحری بیړۍ (اوبتل) لمړی ځل د یخ تر پوښ لاندی ولامبل او د شمال تر قطب پورې ورسېده. د سړی جگړې په وجت کی شوروی اتحاد او امریکا د شمالی سمندر اوبو تحقیق کول او خپل اوبتلونه شمالی سمندر ته ولېږل. په ۹۰ کلنو کی په دی سمندر کی د گاز او نفت ذخیرې کشف شوې.
د شمالي قطب سمندر د نړۍ د پينځو سترو سمندرونو له ډلې تر ټولو کوچنی او رغی يا سطحي سمندر دی. دا سمندر نږدې ۱۴۰۶۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۵۴۳۰۰۰۰ ميل مربع) سيمه پوښي او د ټولو سمندرونو د تر ټولو سوړ سمندر په توګه هم پېژندل کېږي. د اوبو نقشه کولو نړیوال سازمان (International Hydrographic Organization IHO) يې د يوه سمندر په توګه په رسميت پېژني، که څه هم ځيني سمندرکښونکې ورته د شمالي قطب مديترانه يي سمندر وايي. ياد سمندر نږدې د اتلانتيک سمندر د يوې خولې (مدخل) په توګه هم تشرېح شوی دی او د ټول رانغاړونکي نړيوال سمندر د بېخي شمالي اړخ په توګه هم ورته کتل کېږی. [1][2][3]
د شمالي قطب سمندر د شمالي څنډې په منځ کې د شمالي قطب سيمه راشاملوي او نږدې 60N جنوب ته غځېږي. دا سمندر د يوريشيا او شمالي امريکا له لورې احاطه شوی دی او پولې يې د نقشه کښۍ بڼې تعقيبوي، چې د ارام [سمندر] اړخ ته يې Bering Strait او اتلانتيک [سمندر] لوري ته يې Greenland Scotland پراته دي. د دې سمندر ډېره برخه د ټول کال پر مهال او زياتره وخت د ژمي په موسم کې، په بشپړ ډول د سمندري کنګل په واسطه پوښل شوې ده. د سمندر د سطحې د تودوخې درجه او مالګينتوب په مسوسمي ډول د کنګل د وېلې کېدلو او کنګل کېدلو له امله توپير کوي، مالګينتوب يې په منځني ډول د پينځو سترو سمندرونو په پرتله د ټيټ تبخير، له سيندونو او ويالو څخه ورته په زياته پيمانه د تازه اوبو د ورګډېدلو او د شا او خوا لوړ مالګينتوب لرونکو سمندرونو سره د ټاکلې اړيکې او بانديني بهير له امله تر ټولو ټيټ دی. د اوړي په موده کې د کنګل سره ننه ايستل [وېلي کېدل] ٪۵۰ بيان شوي يا رانقل شوي دي. د متحده ايالتونو د واورې او کنګل معلوماتو ملي مرکز (US National Snow and Ice Date Center: NSIDC) د شمالي قطب سمندر د کنګل پوښښ د ورځني ثبت چمتو کولو او يوې منځنۍ دورې او تېرو معلومو کلونو سره په پرتلنې د وېلې کېدو اندازې معلومولو په موخه کې د سپوږمکۍ معلوماتو څخه ګټه اخلي، چې د سمندري کنګل په پراخوالي کې يو پرله پسې کمښت ښيي. د ۲۰۱۲ ز کال په سپټمبر کې د شمالي قطب د کنګل پراخوالی د تر ټولو لږې کچې يو نوي ثبت (ريکارډ) ته ورسېد. د (۱۹۷۹ – ۲۰۰۰ز کال ) له منځني پراخوالي سره په پرتلنې، د سمندر کنګل ٪۴۹ کوچنی يا کم شوی و. [4][5][6]