لایوش کشوت
From Wikipedia, the free encyclopedia
لایوش کشوت دی ادوارد ات کشوتوپالوا (Lajos Kossuth de Udvard et Kossuthfalva، ۱۹ سپټمبر ۱۸۰۲ – ۲۰ مارچ ۱۸۹۴ زکال) هنګري اشراف، وکیل، سیاستوال، دولتي چارواکی او د ۱۸۴۸ – ۴۹ زکال د انقلاب پر مهال د هنګري د پاچهۍ ګورنر جنرال و.
لایوش کشوت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | هنګري |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هنګري ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
کشوت په سیاسي بحثونو او عمومي غونډو کې د وینا کولو په برخه کې د خپل استعداد له امله له یوې اشرافي بې وزلې کورنۍ څخه د هنګري د پاچهۍ د نایب السلطنت ځایګي ته ورسېد. هماغه ډول چې معاصر با نفوذه امریکايي خبریال هوراس ګریلي د کشوت په اړه وايي: «د ژوندیو یا مړو ویناوالو، وطن پرستانو، دولتمردانو او تبعید شوو مخکښانو ترمنځ د هغه سیال شتون نه درلود».[1][2]
د کشوت پیاوړو انګلیسي او امریکايي ویناوو په دومره کچه په مشهور معاصر امریکايي ویناوال ډانیال ویبسټر اغېز وکړ چې هغه د کشوت د ژوند په اړه کتاب ولیکه. هغه د خپل ژوند پر مهال په لویه بریتانیا او متحده ایالاتو کې؛ په اروپا کې د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره د مبارز په توګه وستایل شو. د کشوت برونزي نیمايي مجسمه د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ کې په دغه یادښت سره شتون لري: د هنګري د دیموکراسۍ پلار، د هنګري دولتي چارواکی، د آزادۍ مبارز، ۱۸۴۸ – ۱۸۴۹ زکلونه.[3]