لوډیګ وون مېزس
From Wikipedia, the free encyclopedia
لوډېک هېنرېک اېډلر وون مېزس (په جرمني ژبه: [ˈluːtvɪç fɔn ˈmiːzəs]؛ زېږېدنه د ۱۸۸۱ کال د سپټمبر په ۲۱مه مړینه د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر ۱۰مه) د اتریشي ښوونځي (په اقتصادي تفکر کې یو هېتروډوکس ښوونځی، ژباړن) اقتصاد پوه، تاریخ پوه، منطق پوه او ټولنپوه و. مېزس د کلاسیک لېبرالیزم د ټولنیزو مشارکتونو په اړه پراخې لیکنې او ویناوې وکړې. هغه تر ډېره له کمونیزم او کپیتالیزم سره د پراګزیولوژۍ (د انسان د چلند مطالعه، ژباړن.) د پرتله ییزې څېړنې له امله پېژندل شوی. هغه د شلمې پېړۍ تر ټولو اغېزناکه اقتصادي څېره او سیاسي متفکر بلل کېږي.[3][4]
لوډیګ وون مېزس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [1][2] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
ڈاکٹری شاگرد | فريدريک هايک ، مورې راثبارډ |
نامتو زده کونکي | فريدريک هايک ، مورې راثبارډ |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | وټپوهنه ، فلسفه |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
لاسليک | |
سمول |
مېزس په ۱۹۴۰ کال کې له اتریش څخه متحده ایالاتو ته کډه شو. د شلمې پېړۍ له منځنۍ برخې څخه ازادي غوښتونکي غورځنګونه په شدید ډول د مېزس له لیکنو څخه اغېزمن شوي. د مېزس زده کوونکی فرېدرېک هایک مېزس تر جګړې وروسته دوره کې د کلاسیک لېبرالیزم د رغونې له اصلي څېرو څخه یادوي هایک د "ازادۍ د اېډيالو هيلو لېږد" په نوم اثر کې چې په ۱۹۵۱ کال کې خپور شوی د شلمې پېړۍ د ازادۍ غوښتونکو پرغورځنګ د مېزس اغېزه په ډېر درناوي ستایي.[5][6]
د مېزس خصوصي سمینار د یوې ډلې اقتصاد پوهانو مشري کوله. د فرېد رېک هایک او اوسکار مونګېنسټړن په ګډون يې ډېری علمي غړو له اتریش څخه متحده ایالاتو او بریتانیا ته سفر وکړ. مېزس په اتریش کې شاوخوا ۷۰ نږدې زده کوونکي لرل.[7][8]