ماري موډنا
From Wikipedia, the free encyclopedia
د موډنا ماري (په ایټالوي کې: ماریا بئاتریس آنا مارګریتا ایزابلا یا ماري ډي موډنا؛ زیږون: د ۱۶۵۸ زکال د اکتوبر ۵ مه – مړینه د ۱۷۱۸ زکال د مۍ ۷مه ) د انګلنډ، سکاټلنډ او ایرلنډ د ملکې په توګه د دویم او اووم جیمز (۱۶۳۳ – ۱۷۰۱ زکال) دویمه ښځه وه. نوموړې رومن کاتولیک باورونه لرل چې له کونډ جیمز سره یې واده وکړ؛ جیمز د دویم چارلز (۱۶۳۰-۱۶۸۵ زکال) کوچنی ورور او احتمالي وارث و. هغې له سیاست سره لیوالتیا نه لرله او جیمز او د هغه ماشومانو ته وفاداره وه؛ د جیمز له ماشومانو څخه دوه یې: یعقوب پالونکی او د تاج او تخت مدعي جیمز فرانسیس اډوارد او لوئیزا ماریا ترزا تر لویوالي ژوندي پاتې شول. [1][2][3][4]
ماري موډنا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
ميړه | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
شهزادګۍ ماري چې د ایټالیا په شمال لویدیځ دوک نشینه سیمه موډنا کې وزېږېده په پیل کې تر ډېره پورې د هغه د یوازني ژوندي پاتې شوي زوی جیمز فرانسیس اډوارډ د جنجالي تولد له امله پېژندل کېدله. د دې په اړه په پراخه کچه دا آوازه خپره شوې وه چې هغه یوه «بدلون کوونکې» ده او په غیر قانوني توګه د ګرمو اوبو په تشت کې د زیږون خونې ته لېږدول شوې څو د خپل کاتولیک مېړه لپاره د ستورات کورنۍ وارث وزېږوي. د جیمز فرانسیس اډوارډ زیږون له «ځلاند انقلاب» سره مرسته کوونکی عامل و چې له امله یې دویم او اووم جیمز د واک له ګدۍ را کوز کړای شو او د هغه د لومړۍ مېرمنې آن هاید (۱۶۳۷- ۱۶۷۱ زکال) مشره لور دویمه ماري د هغه ځای ناستې شوه. دویمې ماري او مېړه یې دریم ویلیم چې له اورنج څخه و په ګډه توګه یې د «ویلیام او مري» په نامه سلطنت وکړ.
ماري فرانسې ته تبعید شوه او د یعقوب پالونکو ترمنځ یې د «اوبو پر سر ملکې» په توګه شهرت وموند. هغې له خپل مېړه او زامنو سره د سنت ژرمن – ان – لایه په نوم قلا کې ژوند کاوه چې پاچا څورلسم لویي ورکړې وه. ماري د څورلسم لویي د درباریانو ترمنځ محبوبیت درلود؛ په داسې حال کې چې جیمز د ستړي کس په توګه حساب کېده. د کونډ توب پر مهال ماري د خپل وخت یوه برخه د چیلوټ (Chaillot) صومعې له راهبو سره تېراوه او د اوړي پر مهال به تر ډېره پورې له خپلې لور لوئیزا ماریا ترزا سره اوسېدله. په ۱۷۰۱ زکال کې هغه مهال چې دویم جیمز ومړ، ځوان جیمز فرانسیس اډوارډ چې هغه مهال یې ۱۳ کاله عمر درلود د یعقوب پالونکو له نظره پاچا شو. له دې امله چې هغه په اسمي توګه د حکومت د ترلاسه کولو لپاره لا ډېر کوچنی و، ماري تر ۱۶ کلنۍ پورې د هغه استازولي وکړه. هغه مهال چې په ۱۷۱۳ زکال کې له ځوان فرانسیس اډوارډ څخه د اوتریخت هوکړې د استوګنې کولو د برخې پر بنسټ، هغه هوکړه چې له مخې یې د هسپانیا د ځای ناستوب جګړه (۱۷۰۱-۱۷۱۴ زکال) پای ته ورسېده؛ وغوښتل شول له فرانسې ووزي، خو ماري په داسې حال کې چې په فرانسه کې یې څوک نه و پاتې همدلته پاتې شوه. د هغې لور لوئیزا ماریا ترزا د تڼاکو د وبا له امله مړه شوه. د هغې د فرانسوي هم دوره کسانو په خبره ماري په ۱۷۱۸ زکال کې د سینې د سرطان له امله مړه شوه.