مايا انجيلو
From Wikipedia, the free encyclopedia
مايا انجيلو (پيدايښتي نوم يې مارګوريټ اينی جانسن دی، ۱۹۲۸ اپريل ۴ – ۲۰۱۴ مۍ ۲۸) يوه امريکايۍ ژوند لېکونکې، مشهوره شاعره او مدني حقوقو فعاله وه. هغې اوه ژوند لیکونه، د مقالو درې کتابونه، د شاعرۍ ګڼ کتابونه خپاره کړي او له پنځوس کلونو څخه په زيات خپاره عمر کې د ګڼو ډرامو، فلمونو او تلويزیني پروګرامونو امتياز هغې ته ورکول کېږي. نوموړې لسګونه جايزې او له پنځوسو زيات افتخاري سندونه تر لاسه کړي دي. انجيلو د اوو خپل ژوند لیکلو د لړۍ له امله زيات شهرت موندلی، کوم چې د هغې په ماشومتوب او د ځوانۍ د لومړيو کلونو پر تجربو تمرکز لري. لومړی يې چې د «زه پوهېږم چې ولې د پنجرې مرغۍ سندره وايي» (۱۹۶۹) په نوم و، د نوموړې تر اولس کلنۍ پورې د هغې د ژوند په اړه دی چې نوموړې ته يې په نړيواله کچه پېژندګلو او ستاينه ورکړل.[3][4][5]
مايا انجيلو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | سنت لویز |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] |
د کړنې څانګه | شعر |
مؤثر شخصیات | چارلېز ډيکېنز ، ادګار آلن پو ، وېليم شېکسپيير ، زورا نيل هرسټن |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو[2] | |
سمول |
نوموړې د ځوانۍ پر مهال د يو لړ عجيبه کارونو څخه وروسته شاعره او ليکواله شوه. په دې کارونو کې په پخلنځي کې کار کول، جنسي دنده، د نايټ کلب کار کوونکې، د «پورګي او بس» (يو ډرامايي کار دی چې موسيقي او سندرغاړي پکې وي) د لوبغاړو غړيتوب، د سويلي مسيحي مشرتابه کنفرانس همغږې کوونکې او له نېواک څخه د افريقا د ازادولو پر مهال په مصر او ګانا کې خبريالۍ دندې شاملې وې. هغه همدا راز يوه هنرمنده، لیکواله، د ډرامو، فلمونو او عامو تلويزيوني پروګرامونو لارښوده او توليدونکې وه. په ۱۹۸۲ز کال کې نوموړې د شمالي کارولينا د «وينسټن-ساليم» د «ويک فارسټ» پوهنتون له خوا په امريکايي مطالعاتو کې د لومړۍ «رينالډز» پروفيسرې په توګه ونومول شوه. نوموړې د مدني حقوقو په خوځښت کې فعاله وه او په ۱۹۹۰ز لسيزه کې يې له کشر مارتين لودر کينګ او ميلکم ايکس. سره ګډ کار وکړ. د ۱۹۹۰ز لسيزې په پيل کې، نوموړې په يو کال کې د ويناوالۍ په حلقو کې نژدې اتیا ځلې راڅرګنده شوه، هغه څه چې نوموړې تر خپلې اتيا کلنۍ پورې دوام ورکړ. په ۱۹۹۳ز کال کې، انجيلو د بل کلنټن د کار پيلولو په لومړيو مراسمو کې د « On the Pulse of Morning» (۱۹۹۳) په عنوان خپل شعر ووايه او په دې سره نوموړې په ۱۹۶۱ز کال کې د جان ايف کينډي د ولسمشرۍ د پيل په مراسمو کې د «رابرټ فراسټ» څخه وروسته لومړۍ شاعره شوه چې د پرانيستې مراسمو کې يې يو شعر ووايه.
د « I Know Why the Caged Bird Sings» په خپرېدو سره انجليو په عام ډول د خپل ذاتي ژوند په اړه بحثونه پيل کړل. د تور پوستو خلکو او ښځو د وياندې په توګه د هغې درناوی کېدو او د هغې اثار د تور پوستو د کلتور دفاع بلل کېده. د هغې اثار په ټوله نړۍ کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې کارول کېږي، که څه هم داسې هڅې شوي دي چې د متحده ايالاتو په ځينو کتابتونونو کې د هغې کتابونه بند کړای شي. د انجليو تر ټولو مشهور اثار د خپل ژوندليک افسانو په نوم ياد شوي دي، خو ډيری نيونکي دا ليکنې خپل ژوند لیکونه بولي. نوموړې پر «ژانر» (نوږ) په نيوکې کولو، بدلولو او پراخولو سره په څرګند ډول د خپل ژوند لیک ليکلو عام جوړښت وننګولو. د هغې کتابونه د توکمپالنې، پېژندګلو، کورنۍ او سفر په څېر موضوعاتو باندې متمرکز دي.