ماکس وېبر
From Wikipedia, the free encyclopedia
ماکسیمیلیان کارل ایمېل وېبر (/ˈveɪbər/؛ جرمني: [ˈveːbɐ]؛ ۱۸۶۴ اپرېل ۲۱مه – ۱۹۲۰ جون ۱۴مه) یو جرمنی ټولنپوه، تاریخپوه، حقوقپوه، او سیاسي اقتصادپوه و، چې د عصري لوېدیځې ټولنې د پرمختګ له مهمو تیوریستانو څخه شمېرل کېږي. د هغه نظریاتو پر ټولنیزې تیورۍ او ټولنیزې څېړنې ژورې اغېزې ښندلې دي. که څه هم وېبر ځان ټولنپوه نه باله، خو نوموړی د اوګوسټ کونټ، کارل مارکس، او ایمیل دورکایم ترڅنګ، د ټولنپوهنې د پلرونو له ډلې شمېرل کېږي.[4]
ماکس وېبر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل [1]، هسپانوۍ انفلونزا [1] |
تابعیت | د وايمار جمهوريت |
مذهب | اګنوسټېزم [2][3] |
طبی کیفیت | هسپانوۍ انفلونزا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه ، ټولنپوهنه ، پېښليک ، وټه |
لاسليک | |
سمول |
ښاغلي وېبر، د دورکایم خلاف، پر مونوکازل یا تکعلتي (monocausal) توضیحاتو باور نه درلود، بلکې ویل یې چې د هرې پایلې ډېر لاملونه کېدای شي. همدا راز نوموړی، د دورکایم خلاف، د مېتودولوژیک مثبتیت-ضد یو له اکلیدي پلویانو څخه و، او پر دې اند و چې د ټولنیز عمل مطالعه باید د سوچه تجربوي مېتودونو پر ځای د تفسیري مېتودونو له لارې وشي، چې په بنسټیزه توګه د معنا د هغه مفهوم د درک پر بنسټ وي چې افراد یې له خپلو کړنو سره تړي. د وېبر اصلي فکري دغدغه د منطقي کولو یا عقلاني کولو، سیکولرایزیشن، او "دین ته ارزښت نه ورکولو" پر پروسو پوهه وه. هغه په یوه رساله کې وویل، چې دا ډول پروسې له پانګوالۍ (capitalism) او عصري کېدو (modernity) سره تړاو لري.[5][6]
وېبر د خپلې هغې رسالې له کبله هم مشهور دی چې اقتصادي ټولنپوهنه او د مذهب ټولنپوهنه سره رایوځای کوي، او د هغو کلتوري اغېزو پر اهمیت ټینګار کوي چې په دین یا مذهب کې د پانګوالۍ د محرکو فکتورونو په توګه شامل دي. دا بیا د مارکس له تاریخي مادیالیزم سره په تضاد کې ده، کوم چې مذهب د پانګوالیزم مشتق ګڼي. وېبر لومړی ځل خپله تیوري په خپل اصلي اثر "پروټېسټانټ اخلاقیات او د پانګوالۍ روحیه" (۱۹۰۵) کې تشریح کړه، او زاهدانه پروټېسټانټېزم یې یو له هغو مهمو "انتخابي قرابتونو یا تړاوونو" څخه ګڼلی، چې پر بازار ولاړې پانګوالۍ او په لویدیځه نړۍ کې عملي شوو منطقي-قانوني نظامونو رامنځته کېدو لامل شوی. پروټېسټانټ اخلاقیات اثر یې د نړیوالو ادیانو په اړه د هغه د پراخو څېړنو لومړنۍ برخه جوړوي، ځکه هغه وروسته د چین او هند ادیان، او همدارنګه د لرغوني یهودیت څېړنه وکړه، او په ځانګړې توګه یې د دوی د مختلفو اقتصادي پایلو او ټولنیز جوړښت شرایطو ته ځانګړې توجه وکړه. په یو بل مهم اثر "سیاست د مسلک په توګه" کې نوموړي "دولت" د یوې داسې ادارې په توګه تعریف کړ، چې په بریالۍ توګه "په یوه مشخصه سیمه کې د فزیکي ځواک د مشروع کارونې د انحصار" ادعا کولی شي. نوموړی همدا راز لومړی کس و، چې ټولنیز واک او اقتدار یې په جلا شکلونو کې ډلبندي کړ: کاریزماتیک، دودیز، او منطقي-قانوني. د بیوروکراسۍ په اړه د وېبر د تحلیل ټینګار پر دې و، چې عصري بنسټونه په زیاتیدونکي توګه د منطقي-قانوني واک پر بنسټ ولاړ دي. وېبر په اقتصادي تاریخ، تیورۍ او مېتودولوژي کې هم بېلابېلې ونډې لرلې دي. د هغه د عصريتابه یا مدرنیت او معقولیت تحلیل له فرانکفورت مکتب سره تړلې انتقادي تیوري باندې پام وړ اغېزه وکړه.[7][8][9]
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، وېبر د جرمني د لیبرال دیموکراتیک ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه و. هغه پارلمان ته هم ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو، او بیا د هغې کمیټې سلاکار شو چې د ۱۹۱۹ کال دیموکراتیک وایمار اساسي قانون مسوده یې جوړه کړه. پر هسپانوي انفلوانزا له اخته کېدو وروسته په ۱۹۲۰ کال کې د سینه بغل له امله ومړ، او د مړینې پر وخت ۵۶ کلن و.