ناتانیل پي. بانکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ناتانیل پرینټیس بانکس (د ۱۸۱۶ کال د جنورۍ ۳۰مه – د ۱۸۹۴ کال د سپټمبر لومړۍ) یو امریکایی سیاستوال و چې د ماساچوسېټ اوسېدونکی او د کورنۍ جګړې په جریان کې د اتحادیې جنرال و. [1]
ناتانیل پي. بانکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | ماساچوست |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
بانکس د کارخانې کاریګر و، خو د ځايي بحثونو په ټولنو کې مشهور و او د وینا مهارتونو يې د ډيموکراټیک ګوند پام ور اړولی و. سره له دې، د غلامۍ د ختمولو لپاره یې نظرونه د نوي پیل شوي جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره ډېر مناسب وو چې له دې لارې په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې مشر او د ماساچوسېټ والي شو. بانکس یو چالاک سیاستوال و (چې معاصرانو یې پرې نیوکې کولې)، د دې تر څنګ لومړنی مسلکي سیاستوال و چې د ماساچوسېټ د والي په توګه یې خدمت وکړ. [2]
د کورنۍ جګړې په پیل کې بانکس د ولسمشر «لېنکلن» لهخوا د «وېسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ» د عادي مشرانو پر سر د لومړني سیاسي جنرال په توګه وګومارل شو چې په لومړي سر کې ترې ناخوښ وو، خو وروسته یې د جګړې په اداره کې د ده نفوذ ومانه. د شینانډو د سیند په دره کې د «سټول وال جېکسن» له لاسه تر یو شمېر ماتو او شاتګونو وروسته بانکس په «نیو اورلینس» کې د بنجامین باټلر پر ځای د خلیج د برخې قومندان وټاکل شو چې د «لوییزیانا» د اداره کولو او د ميسيسيپي سیند د کنترول ترلاسه کولو مسؤلیت یې درلود. بانکس په «ویکسبرګ» کې د «ګرانټ» په پياوړي کولو کې پاتې راغی، د «پورټ هاډسون» محاصره یې په سختۍ اداره کړه او یوازې د ویکسبرګ تر سقوط وروسته تسلیم شو. وروسته یې بیا د سرې بحیرې کمپاین پیل کړ، د شمالي لوییزیانا او ختیځ تګزاس د نیولو ناکامه هڅه یې وکړه چې د اخضارېدو لامل یې شوه. پر بانکس د خپلو کمپاینونو د ناکامېدو له امله په ځانګړې توګه په مهمو تکتیکي کارونو لکه د پوځي معلوماتو په راټولولو کې نیوکه کېږي. ښاغلي بانکس په لوییزیانا کې د بیارغونې په هغو لومړنیو هڅو کې هم مهم رول درلود چې د لېنکلن لهخوا د نورو فعالیتونو لپاره د نمونې په توګه پیل شوې وې.
بانکس تر جګړې وروسته د ماساچوسېټ سیاسي ډګر ته را وګرځېد او په کانګرېس کې یې خدمت وکړ. په کنګره کې یې د مانیفېسټ ډېسټيني (Manifest Destiny) ملاتړ وکړ، د الاسکا د بیو پر قانون یې اغېز وکړ او د ښځو د رایې د حق ملاتړ یې وکړ. د ژوند په ورستیو کلونو کې د پرمختللو لېبرالو موخو په لټه کې شو او وړاندې له دې چې ذهني وړتیاوې یې کمې شي، د ماساچوسېت لپاره یې د متحدو ایالتونو د مارشال په توګه خدمت وکړ.