هارولډ هولټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
هارولډ اېډوارد هولټ د ۱۹۰۸ز کال د اګست مياشتې په پنځمه زېږېدلی او د ۱۹۶۷ ز کال د دسمبر میاشتې په ۱۷ مه مړ شوی، د CH نښان (د غوره لاسته راوړنو انعام) ګټونکی یو استرالیايی سیاستوال و چې له ۱۹۶۶ ز کال نه یې د خپلې احتمالي مړينې تر نېټې (۱۹۶۷ز) پورې د استرالیا د اوولسم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د لېبرال ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد.
هارولډ هولټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 19 ډيسمبر 1967 (59 کاله) |
د ورکېدلو نېټه | ۱۷ ډيسمبر ۱۹۶۷ |
تابعیت | آسټراليا |
ګوند | د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه |
لاسليک | |
سمول |
هولټ په سېدني کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې مېلبورن ته کډه شو، په مېلبورن پوهنتون کې يې د حقوقو په څانګه کې زدهکړې وکړې. هغه سیاست ته له ننوتلو د مخه وکالت تمریناوه او د سینما د چلوونکو لپاره یې د يوه لابيیست په توګه کار کاوه. هغه د لومړي ځل لپاره په ۲۷ کلنۍ کې د ولسي جرګې ته نوماند شو، په ۱۹۵۳ ز کال کې د منځمهاله(فرعي ټاکنو) له لارې د فوکنېر ډېوېژن (په وېکتوریا کې د استرالیا ټاکنیزه څانګه) لپاره د پارلمان غړی (MP) شو. د استرالیا د متحد ګوند (UAP) غړی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې، کله چې د هغه سلاکار رابرټ منزیس لومړی وزیر شو، هولټ ته له مشخص مسؤلیت یا مشخص وزارت پرته د وزیر چوکۍ ورکړل شوه. په وزارتخونه کې د هغه د تصدۍ دوران په پوځ کې له لنډمهالې دورې سره وشکېده، چې په ۱۹۴۰ کال کې د کنبېرا د هوایي ناورین په بهیر کې د درې وزیرانو له مړینې سره کابینې ته د هغه په بیاراستنېدو پای ته ورسېد. په ۱۹۴۱ کال کې دولت ماته وخوړه اوUAP (د استرالیا متحد ګوند) یې اپوزسیون ته ولېږه او هغه په ۱۹۴۵ ز کال کې د لېبرال ګوند له رامنځته کولو سره د لېبرال له نوي ګوند سره یوځای شو.
کله چې په ۱۹۴۹ ز کال کې لېبرالیان واک ته ورسېدل، هولټ په نوې واکمنۍ کې د دولت له مخکښو څېرو نه و. هغه له ۱۹۴۹ ز نه تر ۱۹۵۶ ز پورې د کډوالو د وزیر په توګه تر جګړې وروسته د کډوالۍ طرحې ته پراختیا ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې د استرالیا د سپینې پالیسۍ (استرالیا ته د نا اروپايي وګړو پر مهاجرت د بندیز طرحه) لپاره لار هواره کړه. هغه له ۱۹۴۹ نه تر ۱۹۵۸ ز پورې د عامه خدمتونو او کار د وزیر په توګه هم نفوذ درلود، چېرې چې هغه په صنعتي اړیکو کې څو اختلافونه مدیریت کړل. هولټ په ۱۹۵۶ ز کال کې د لېبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۵۸ ز کال تر ټاکنو وروسته، د ارټور فاډون (Arthur Fadden) پرځای د خزانې مسؤل وټاکل شو. هغه د استرالیا د مرکزي بانک پر رامنځته کولو او د استرالیايي ډالر پر اعشاريه څار(نظارت) درلود، مګر د ۱۹۶۱ ز کال د ټاکنو د ائتلاف په زیان د باور د کړکېچ له امله ملامت وګڼل شو. که څه هم اقتصاد بېرته په ښه کېدو شو او هولټ د مېنزېس د څرګند وارث په توګه خپل ځای خوندي کړ.
هولټ د ۱۹۹۶ ز کال په جنوري میاشت کې لومړی وزیر شو، چې د مېنزېس تر تقاعد وروسته له هېڅ ډول مخالفت پرته د لېبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د همهغه کال په پای کې په عمومي ټاکنو کې برخه واخیسته او په غوڅ اکثریت بریا ته ورسېد. د هولټ دولت د سپينې استرالیا د پالیسۍ نړولو ته دوام ورکړ، اساسي قانوم یې سم(اصلاح) کړ، تر څو د فدرالي دولت مسؤلیت د استرالیا اصلي اوسېدونکو ته ورکړي او استرالیا له سټرلېنګ سیمې نه بهر کړي. هولټ له آسیا او ارام سمندر سره د ایکو پراخولو ته وده ورکړه او د ختیځې اسیا له یو شمېر هېوادونو نه یې لیدنه وکړه. د هغه حکومت د ویتنام په جګړه کې د استرالیا ښکېلتیا پراخه کړه او د لېنډون بي. جانسن (Lyndon B. Johnson) تر ولسمشرۍ لاندې یې له متحده ایالتونو سره نږدې او کلکې اړیکې ساتلې. هولټ له سپينې ماڼۍ نه د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې:« د ټولې لارې په اوږدو کې له LBJ (د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر) سره و» د نوموړي دا څرګندونې په هېواد کې له کمزوري ښه راغلاست سره مخامخ شوې.
د ۱۹۶۷ ز کال په دسمبر کې، هغه مهال چې هلوټ د وېکټوریا په چيويټ (Cheviot) سمندر کې په سختو شرایطو کې د لامبو وهلو په حال کې و، ورک شو. هغه په احتمالي ډول مړ وګڼل شو، که څه هم د هغه مړی(جسد) هېڅکله پیدا نه شو، د هغه د مړي ورکېدل د دسیسې د یو لړ تیوریو د رامنځته کېدلو لامل شول. هولټ د استرالیا درېیم لومړی وزیر و ،چې په خپل موقف او دنده کې مړ شو. د هېواد ګوند مشر جان مکاېون (John McEwen) یې لنډمهالی ځای ناستی او وروسته یې جان ګورټون ځای ناستی وټاکل شو. د هغه له مړینې نه په بېلابېلو لارو یادونه وشوه، چې له ډلې يې په مېلبورن کې د هغه په یاد د هارولډ هولټ د لامبو مرکز جوړېدل یادولی شو.