هنري جورج
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنري جورج (زوکړه: ۱۸۳۹ د سپټمبر ۲، مړينه: ۱۸۹۷ د اکتوبر ۲۹) یو امريکايي سياسي اقتصادپوه او ژورنالېست و. د نوموړي ليکنه د ۱۹ پېړۍ امريکا کې خورا نامتو وه او د مخ پر وده دورې د سمون بېلابېل خوځښتونه يې رامنځته کړل. د جورج اصالت يا “Georgism” په نوم اقتصادي فلسفه يې ولمسوله او دا هغه باور دی، چې خلک بايد د هغه ارزښت څښتنان شي چې دوی يې په خپله توليدوي، مګر د طبيعي سرچينو په ګډون د ځمکې اقتصادي ارزښت بايد په برابر ډول د ټولنې په ټولو غړو پورې اړه ولري. جورج په نامتو ډول استدلال وکړ چې د ځمکې پر ارزښتونو باندې يوه ځانګړې ماليه به ډېره ګټوره او عادلانه ټولنه رامنځته کړي.
هنري جورج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
د نوموړي تر ټولو نامتو کتاب «وده او بې وسي: Progress and Poverty» (۱۸۷۹ز) په نړيواله کچه په ميليونونو نسخې وپلورل شو. ياده څېړنه د اقتصادي او تکنالوژيکي ودې تر منځ د نابرابرۍ او بې وسۍ د زياتوالي اختلاف، په خپل دوراني بهير سره د سوداګريز دوران صنعتي اقتصادونه او د کرايې تر لاسه کولو کارونه لکه د ځمکې د ارزښت ماليه او د دې او نورو ټولنيزو ستونزو د درملنې لپاره د انحصار ضد نور سمونونو پلټنه کوي. د جوزج نورو کارونو [ليکنو] د ازادې سوداګرۍ، پټې رايې او د ټاکلو طبيعي انحصاراتو د عمومي مالکيت ساتندويي (دفاع) کوله. [1]
نوموړی د زياتو کالونو لپاره يو ژورنالېست و او د خپلې ليکنې او ويناوو نامتووالي ورته په ۱۸۸۶ ز کال کې د نيويارک ښار د ښاروال په توګه د ټاکنو پر مخ وړل ورپه برخه کړل. په ۱۸۸۶ ز کال کې د متحده کارګر ګوند “United Labor Party” د نوماند او په ۱۸۹۷ز کال کې د جيفرسن ديموکراسي ګوند “Jefferson Democracy Party” د نوماند په توګه يې په ترتيب سره ۳۱ سلنه او ۴ سلنه رايې تر لاسه کړې او په لومړۍ سيالۍ کې د نيويارک ايالتي جرګې د لږه کيو له پخواني مشر تيودور روزويلټ څخه مخکې شو. د دويمې ټاکنې مبارزې پر مهال له خپلې مړينې څخه وروسته يې نظريات د ادارو او سياسي مشرانو له لورې په ټولو متحده ايالتونو او نورو انګليسي هېوادونو کې پر مخ وېوړل شول. د ۲۰ پېړۍ د نيمايي کارګر اقتصاد پوه او ژورنالېست جورج سول “George Soule” وليکل چې جورج تر دې دمه خورا نامتو امريکايي اقتصادي ليکوال او د هغه کتاب ليکونکی و، چې ښايي اقتصاد کې د بل هر ليکل شوي کتاب په پرتله يې په نړيواله کچه پراخه دوران يا خپرېدنه درلوده. [2][3]