پبلو اېسکوبار
From Wikipedia, the free encyclopedia
پبلو اسکوبار (Pablo Emilio Escobar Gaviria) د کولمبیا د نشه یي توکو یو ستر سوداگر و چې د ریونجرو سیمه کې په (1 ديسمبر، 1949) کې زیږیدلی او د کولمبو په میډلین کې په (2 ديسمبر 1993)، کې مړ شوی دی. پابلو په نړۍ کې د نشیي توگو مشهور او سخت خطرناک تاجر بلل کیږي، هغه د خپل تجارت په موده کې خورا زیات قتلونه کړي او د خپل کاروبار په لاره کې یې چې هرڅوک خنډ لیدلی هغه یې وژلی دی، د بيلگي په توگه د کولمبو ولسمشري ته دری کاندیدان یې وژلي دي، د کولمبو مرستيال ولسمشر یې وژلی دی، په کولمبو کې یې 200 قاضیان وژلي دي، تر 1000 یې زیات د پولیسو مشران وژلي او گڼ شمیر خبریالان او ژورنالیستان یې هم وژلي دي. پابلو پخپل وخت کې د نړۍ اووم نمبر شتمن شمیرل شوی و، د ده د مافیا ډلې اونیزه گټه 420 ملیونه ډالر وه، د نړۍ مختلفو برخو ته 80% کې نشیي توکې د ده ډلې رسول. یواځې د امریکا متحده ایالاتو ته به یې هره ورځ 15 ټنه نشيي توکې پټ تیرول. د ده د شتمنیو په اړه ځیني داسې کیسې هم شته چې بیخي خرافاتي ښکاري.
پبلو اېسکوبار | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱ ډېسمبر ۱۹۴۹(۱۹۴۹-12-0۱) |
مړینه | ۲ ډيسمبر ۱۹۹۳ (۴۴ کال کلنۍ کي) |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | کولمبيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | اسپانیایي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |