چارلز بابېج
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز بابېج (زوکړه: د ۱۷۹۱ زکال د ډسمبر ۲۶ مه – مړینه: د ۱۸۷۱ زکال د اکتوبر ۱۸ مه) انګلیسي علامه (ګڼ پوه) و. بابیج چې ریاضي پوه، فیلسوف، مخترع او میخانیکي انجینر و د پروګرام کېدوني کمپیوټر مفهوم یې رامنځته کړ. [3][4]
چارلز بابېج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | لندن [1][2] |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | شمېرپوهنه ، شننيزه فلسفه ، سولګرپوهنه |
کار ورکوونکی | د کېمبرېج پوهنتون |
مؤثر | ادا لولېس |
لاسليک | |
سمول |
یو شمېر کسان بابېج د «کمپیوټر پلار» بولي. بابېج د تفاوت ماشین (Difference Engine) په نوم د لومړني میخانیکي کمپیوټر (حساب ماشین) د اختراع اعتبار لري چې له امله یې د هغو پېچلي برېښنايي ډولونه هم رامنځته شول؛ ورته مهال د معاصرو کمپیوټرونو ټول اړین نظریات د بابېج په تحلیلي ماشین کې موندل کېدای شي چې د ژاکارد د اوبدلو د ماشین د پروګرام له بنسټیزې نظریې څخه په کې کار اخیستل شوی. بابېج په کمپیوټرونو باندې د لا زیات کار کولو سره ډېره لېوالتیا لرله هماغه ډول چې هغه د صنایعو او ماشینونو د اقتصاد (Economy of Manufactures and Machinery ) په نامه خپل اثر کې توضیح کړې. په نورو برخو کې د هغه متنوعه چارې لامل ګرځېدلې چې نوموړی د خپلې پېړۍ د ریاضیاتو په برخه کې د «تر ټولو مخکښو» پوهانو په کتار کې توصیف شي. [5][6][7][8][9][10]
بابېج د خپلو ډېرو طرحو له بشپړولو وړاندې چې د تفاوت ماشین او همدارنګه تحلیلي ماشین په کې شاملېږي ومړ او په دې سره نوموړي د محاسباتو په برخه کې د پام وړ نظریه ورکوونکو ترمنځ ځای وموند. د بابېج د یو شمېر نا بشپړو میکانیزمونو نمونې د لندن د علومو په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې. په ۱۹۹۱ زکال کې د تفاوت عمل کوونکی ماشین د بابېج د لومړنۍ طرحې پر بنسټ جوړ شو. لاسته راتلونکي تلورانس ته په پام د ۱۹ مې پېړۍ پر مهال د رامنځته شوي دغه ماشین بریا د دې څرګندويي کوله چې د بابېج ماشین په سمه توګه کار کوه.