چارلز ګېتس داوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز ګېتس داوس (د ۱۸۶۵ ز کال د اګست له ۲۷ نه د ۱۹۵۱ ز کال د اپریل تر ۲۳ مې پورې) یو امریکایی بانکوال، جنرال، ډیپلومات، کمپوزر او جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې د ۱۹۲۵ ز کال نه تر ۱۹۲۸ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. په داوس پلان کې د نوموړي کار چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د غرامت لپاره طرح شو، نوموړی په ۱۹۲۵ ز کال کې د نوبل د سولې د جایزې یو ترلاسه کوونکی و.
چارلز ګېتس داوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
سمول |
داوس چې د اوهایو په ماریتا کې زېږیدلی، د سنسناتي حقوقو په پوهنځي کې یې زده کړې وکړې او د نبراسکا په لینکن کې یې حقوقي کار پیل کړ. نوموړي د ګاز فابریکې د اجرائیوي مشر په په توګه له کار وروسته، په اېلینویز کې د وېلیم مک کینلي د ۱۸۹۶ ز کال ولسمشرۍ کمپاین پر مخ یووړ. مک کینلي له ټاکنو وروسته داوس په خزانه کې د اسعارو د کنټرول د برخې د مشر په توګه وټاکه. هغه تر ۱۹۰۱ز کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو، مخکې له دې چې د اېلینویز سنټرال ټرسټ کمپنۍ بنسټ کېږدي. داوس د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د امریکایی عزامي ځواکونو د تدارکاتو د بورد رئیس و. ولسمشر وارین په ۱۹۲۱ ز کال کې جی هارډینګ داوس د بودیجې د ادارې د عمومي رئیس په توګه وګوماره. داوس د متحدینو د غرامت په کمیسیون کې دنده ترسره کوله، چې په دې ځای کې هغه د جرمني له تپېدونکي اقتصاد سره د مرستې لپاره د داوس پلان ترتیب کړ، که څه هم په پای کې د یانګ پلان د هغه پرځای پلی شو.
د ۱۹۲۴ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون پرته له کوم مخالفت نه ولسمشر کالوین کولج نوماند کړ. وروسته له هغه چې د اېلینویز پخواني والي فرانک لوډن د مرستیال ولسمشر نوماندي رد کړه، کنوانسیون داوس د کولیج د جوړې په توګه غوره کړ. د ۱۹۲۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ټکټ وګټلې او داوس په ۱۹۲۵ ز کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. داوس مرسته وکړه چې، د مکناري-هاوګن د کروندې د مرستې لایحه په کانګرس کې تصویب کړي، خو ولسمشر کولیج ویټو کړه. د ۱۹۲۸ ز کال د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داوس د نوماندۍ لپاره نوماند و، خو له داوس سره د کولج مخالفت د دې لامل شو چې پرځای یې چارلز کورټیس نوماند شي. ولسمشر هربرټ هوور په ۱۹۲۹ز کال کې داوس په انګلستان کې د سفیر په توګه وټاکه. په لنډه مهاله توګه، داوس د بیارغونې مالي شرکت مشري وکړه، چې د ستر ناورین پر وړاندې یې د حکومت ګامونه تنظیمول. په ۱۹۳۲ ز کال کې هغه له دې چوکۍ استعفا ورکړه او د بانکوالۍ ته راستون شو او په ۱۹۵۱ ز کال کې یې د زړه د اکلیلي شریان د بندښت له امله له نړۍ سترګې پتې کړې.