کلودیوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
کلودیوس (/ˈklɔːdiəs/ KLAW-dee-əs): تبیریوس کلودیوس قیصر اګوستوس جېرمنیکوس (Tiberius Claudius Caesar Augustus Germanicus)، له میلاد نه مخکې ۱۰ کاله له اګېست نه د میلاد نه وروسته د ۵۴ کال د اکتوبر تر ۱۳ پورې د روم څلورم سترواک و، چې د میلاد نه وروسته له ۴۱ نه تر ۵۴ کال پورې يې واکمني وکړه. کلودیوس د جولیو کلودین د قبیلې یو غړی و، چې د دروسوس او انتونیا مینور په کورنۍ کې د ګول روم په لوګدونوم کې چېرې يې چې پلار د پوځ استازی و، نړۍ ته راغی، هغه د روم لومړی سترواک و چې له ایټالیا نه بهر زېږېدلی. په دې اساس کلودیوس یو سابینې الاصله ايټالوی و. دا چې د ځوانۍ په عمر کې د ناروغی له امله له خفیف کوڼوالي او ګوډوالي سره مخامخ و، د کورنۍ له خوا ګوښه او د خپلې قونصلګرۍ تر مهاله، چې په ۳۷ کال کې يې له وراره کالیکولا سره مشترکه وه، له نظامي دندو نه محروم شو. [3]
کلودیوس | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۱ اگسټ ۰۰۱۰ ق.م | ||||||
مړینه | 13 اکتوبر 54 روم [1] | ||||||
تابعیت | لرغونی روم | ||||||
اولاد | نېرو | ||||||
واک | |||||||
د روم سترواک (4 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۵ جنوري ۰۰۴۱ – ۱۳ اکتوبر ۰۰۵۴ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | لاتيني ژبه [2]، زړه يوناني | ||||||
سمول |
د کلودیوس کمزورتیا په احتمالي ډول هغه د تبیریوس د واکمنۍ د پاکولو پر مهال د ګڼو نورو اشرافو له برخلیک نه وژغوره، ځکه پټو دښمنانو هغه ته د جدي ګواښ په سترګه نه کتل. د هغه ژغورنه د پراتورین د یوه ساتونکي له خوا د ګالیګولا تر ترور وروسته د سترواک په توګه د نوموړي د معرفي کېدو لامل شوه، په دې پړاو کې هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ بالغ نارینه و. کلودیوس د تجربې له نشتوالي سره سره ځان یو وړ مدیر او د کار سړی ثابت کړ. هغه د خپلې امپراتورۍ بیوروکراسي پراخه کړه ،تر څو ازادان په کې شامل کړي او د کالیګولا د واکمنۍ له زیاتېدو وروسته یې د سترواکي د مالي چارو په بیارغولو کې مرسته وکړه. هغه یو حرصناک ابادوونکی و او ډېری سړکونه، د اوبو نلونه او نوي کانالونه يې په ټول روم کې جوړ کړل. د هغه د سلطنت په بهیر کې، سترواکي خپله بریالی سوبه له بریتانیا نه پيل کړه.
هغه له قانون سره شخصي علاقه لرله، د عمومي محکمو ریاست یې پر غاړه و او په ورځني ډول يې شاوخوا شل حکمونه صادرول. هغه په خپل ټول سلطنت کې زیانمننوکی و، کلودیوس په ځانګړي ډول د اشرافو د عناصرو په واسطه تل مجبور و خپل درېځ پیاوړی کړي چې په پایله کې يې ډېری سناتوران ووژل شول. یادو پېښو د لرغونو لیکوالانو تر منځ د هغه شهرت زیانمن کړ، که څه هم نویو تاریخ پوهانو دا باور سم کړی. ډېری لیکوالان ادعا کوي چې هغه په ۶۳ کلنۍ کې د خپلې مېرمنې کوچنۍ اګریپا له خوا ووژل شو. د هغه تر مرګ وروسته، د هغه ناسکه وراره نرون چې په قانوني ډول يې په زوی ولۍ نیولی و ،د هغه د ځای ناستي په توګه سترواک وټاکل شو.