يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يا (UNICEF) یو نړیوال سازمان دی چې د ملګرو ملتونو يو مرستندويه بنسټ بلل کيږي. دا په ملګرو ملتونو کې د ډېسمبر په 11، 1946 کې تاسیس شو. په هغه وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو په نوم یوه ورته موسسه هم فعالیت درلود او تر رسمي تاسیس وروسته یې نوم هم بدل شو. په 1953 کې د دې سازمان له نوم څخه د بیړني حالت کلمه حذف شوه او دا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف په نوم ونومول شو. د یونیسف مرکزي دفتر د امریکا په نیویارک ښار کې موقعيت لري او دا اداره په ټوله نړۍ کې د میندو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې لپاره کار کوي. د دې ادارې لپاره تمویل د مختلفو حکومتونو او مخورو لخوا چمتو کیږي. اوس مهال دغه سازمان د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې فعالیت کوي.
چټک مالومات يونسيف ( د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ), جوړوونکي ...
يونسيف ( د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ) | |
---|---|
ډېسمبر 1946ز | |
جوړوونکي | ملګري ملتونه |
مرکز | نیویارک ښار |
بنیادي تنظیم | ملګري ملتونه |
وېبپانه | د يونسيف وېبپاڼه |
تړل