آسا ګرې
From Wikipedia, the free encyclopedia
آسا ګرې (زوکړه: د ۱۸۱۰ زکال د نومبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۸۸۸ زکال د جنوري ۱۸ مه) په ۱۹ مه پېړۍ کې د تر ټولو مخکښ امریکايي بوټي پېژندونکي په توګه په پام کې نیول کېږي. د داروینیانا په نامه د هغه د مقالو ټولګه د دین او علم ترمنځ د تقابل د نشتون په برخه کې مهمه توضیح ده. ګرې په پرېکنده توګه باور من و چې باید د ژوندیو موجوداتو د یو ډول د ټولو غړو ترمنځ ژنټیکي ارتباط شتون ولري. نوموړی همدارنګه د تکامل د اجازې نه لرلو په معنا په یو نسل او یا هم ځانګړو مخلوقاتو کې د هیبرډایزېشن له نظریاتو سره کلک مخالف و. نوموړی د داروین له پلویانو څخه و، په داسې حال کې چې د ګرې د خدای باوري تکامل لید د یو خالق لوري ته هدایت کېده. [2][3]
آسا ګرې | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | نيويارک [1] |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | بوټپوهنه |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
لاسليک | |
سمول |
ګرې د څو لسیزو لپاره په هاروارډ پوهنتون کې د بوټو پېژندنې د ښوونکي په توګه د چارلز داروین په ګډون چې ورته یې ډېر درناوی درلود؛ د هغه مهال له مخکښو طبیعت پوهانو سره په منظم ډول اړیکې ساتلې او له هغوی سره یې لیکونه تبادله کول. ګرې د هغه مهال له مخکښو اروپايي پوهانو سره د مرستې په موخه څو ځله اروپا او همدارنګه د متحده ایالاتو سویل او لویدیځ ته سفرونه وکړل. نوموړي همدارنګه د بوټو د بېلګو د راغونډونکو پراخه شبکه جوړه کړې وه.
ګرې چې پیاوړی لیکوال و؛ د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې د پوهې په یو ډول والي کې یې اساسي رول درلود. د بوټو پېژندنې په برخه کې د هغه له ګڼ شمېر اثارو څخه تر ټولو مشهور یې د شمالي امریکا د بوټو پېژندنې لارښود، له نیوانګلنډ څخه تر ویسکانسین او له سویل څخه تر او هایو او پنسلوانیا پورې په نامه کتاب و؛ چې نن ورځ په ساده توګه د ګرې د لارښود په نوم پېژندل کېږي. [4]
په ۱۸۴۸ زکال کې ګرې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو. [5]