آلکسی کاسیګین
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکسي نیکولایویچ کاسیګین (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د فبروي ۲۱ مه – مړینه د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر ۱۸ مه) د سړې جګړې پر مهال شوروي چارواکی و چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په نیمايي کې د کمونیست ګوند د عمومي منشي لئونید برژنف په خوا کې د شوروي اتحاد له اغېزمنو سیاستوالو څخه و. [2]
آلکسی کاسیګین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | مسکو [1] |
تابعیت | روسي سترواکي |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۲۷–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کاسیګین په ۱۹۰۴ زکال کې د سن پترزبرګ ښار د روسي کارګري طبقې په یوه کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال کارګري پوځ ته ولېږل شو او په ۱۹۲۱ زکال کې د سره پوځ د عمومي بسیج له پای وروسته یې په سایبریا کې د صنعتي مدیر په توګه په کار پیل وکړ. کاسیګین د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې لینینګراد ته راوګرځېد او ژر ژر لوړو پوړیو ته ورسېد. د لویې وطني جګړې (دویمې نړیوالې جګړې) پر مهال کاسیګین د دولتي دفاع د کمېټې غړی و او دنده یې دا وه چې شوروي صنایع له هغو سیمو څخه په چټکۍ وباسي چې د جرمني د پوځ له خوا نیول کېږي. نوموړی وړاندې له دې چې د کوچنیو صنایعو وزیر (وروسته د د کوچینو صنایعو او خوړو وزیر شو) شي د مالیې د وزیر په توګه یې خدمت وکړ. ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې له خپلې مړینې یو کال وړاندې کاسیګین په سیاسي کمېټه کې له دندې ګوښه کړ او په عمدي توګه یې د کاسیګین ځایګی د شوروي په اداره کې کمزوری کړ.
ستالین په ۱۹۵۳ زکال کې ومړ او د ۱۹۵۹ زکال د مارچ په ۲۰ مه، کاسیګین د دولتي پلان جوړونې د کمیټې (ګوسپلان) مشر وټاکل شو هغه دنده چې نوموړي څه باندې یو کال وساتله. کاسیګین وروسته د وزیرانو د شورا لومړی مرستیال شو. هغه مهال چې نکیتا خروشچف په ۱۹۶۴ زکال کې له دندې ګوښه کړای شو، کاسیګین او لئونید برژنف په نوبت سره د لومړي وزیر او لومړي منشي په توګه د هغه ځای ونیو. له دې وروسته کاسیګین له برژنف او نیکولای پودګورنی سره یوځای درې کسیزه عالي شورا رامنځته کړه چې د خروشچف پر ځای یې په شوروي اتحاد واکمني کوله.
له خروشچف وروسته د دغې عالي شورا په لومړیو کلونو کې کاسیګین د شوروي په سیاست کې د اغېزمنې څېرې په توګه راڅرګند شو. نوموړي د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د اقتصاد د مدیریت سربېره له متحده ایالاتو سره د هستوي تسلیحاتو د کنټرول کولو اړوند د خبرو اترو د رهبرۍ او همدارنګه له نورو ټولو کمونیستي هېوادونو سره په اړیکو باندې د پام له مخې د هېواد د بهرني سیاست په برخه کې پام وړ مسئولیت پرغاړه درلود. له دې سره په ۱۹۶۸ زکال کې د پراګ د پسرلي پیل د هغه د سیاستونو پر وړاندې پراخ غبرګونونه راوپارول او برژنف ته یې لار برابره کړه څو په سیاسي دفتر کې د واک لرونکي په توګه هغه تر خپل اغېز لاندې راولي. په داسې حال کې چې دی او برژنف له یو بل سره مخالف و او تر هغه مهاله چې د ۱۹۸۰ زکال د اکتوبر په ۲۳ مه د بد روغتیايي حالت له امله تقاعد ته اړ شو په خپله څوکۍ پاتې شو. نوموړی دوه میاشتې وروسته د ۱۹۸۰ زکال د ډسمبر په ۱۸ مه ومړ. [3]