ایان فلمینګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ایان لنکستر فلمینګ (زوکړه: د ۱۹۰۸ زکال د مۍ ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۶۴ زکال د اګست ۱۲ مه) بریتانوي لیکوال و چې تر ډېره له جګړې وروسته د جیمز بانډ په نامه د جاسوسي ناولونو د لیکلو له امله شهرت لري. فلمینګ د رابرټ فلمینګ سوداګریز بانک ته د اړوندې بډایې کورنۍ څخه و چې پلار یې له ۱۹۱۰ زکال څخه وروسته په ۱۹۱۷ زکال کې په لویدیځه جبهه کې د مړینې تر مهاله د هېنلي څخه د پارلمان استازی و. فلمینګ په ایتن کالج او سن هارسټ پوځي پوهنتون او د لنډ مهال لپاره په مونیخ او جینوا پوهنتونونو کې زده کړې وکړې؛ نوموړی وړاندې له دې چې لیکوالۍ ته مخه کړي څو ځایه یې دندې یې ترسره کړې.
ایان فلمینګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انګليسي ژبه ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
فلمینګ هغه مهال چې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې یې د بریتانیا د سمندریز ځواک د استخباراتو په څانګه کې کار کاوه د طلایي سترګې په عملیاتو (Operation Goldeneye) او د ۳۰م بریدکوونکي (30 Assault Unit) او ټي فورس (T-Force) استخباراتي واحدونو د عملیاتو په طراحۍ او نظارت کې یې ونډه لرله. نوموړي د یو ژورنالېست په توګه د جګړې پر مهال د خپل مسلک او خدمت له تجربو څخه د جیمز بانډ د ناولونو په بګرونډ، جزیاتو او د پېښو په عمق کې ګټنه وکړه.
فلمینګ د بانډ د ناولونو لومړی ناول د کازینو رویال تر نامه لاندې په ۱۹۵۲ زکال کې ولیکه. دغه ناول بریالی شو او د تقاضا د پوره کولو په موخه درې ځلې چاپ شو. په دې پسې وروسته نوموړي د ۱۹۵۳ زکال او ۱۹۶۶ زکال ترمنځ د بانډ ۱۱ ناولونه او همدارنګه دوه لنډې کیسې ولیکلې. دغه ناولونه تر ډېره پورې د هغو په محوري شخصیت جمیز بانډ باندې چې د محرمو اطلاعاتو یا په معمول ډول د MI6 ادارې افسر دی را څرخي. بانډ همدارنګه د خپل کوډ ۰۰۷ له مخې پېژندل کېږي چې د سمندري ځواکونو د ریزرف داوطلبانو قوماندان دی. د بانډ کیسې په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰ میلیونه نسخو د پلور له امله تر اوس مهال پورې تر ټولو ډېر پلورل شوي داستاني کتابونه دي. فلمینګ همدارنګه د ماشومانو لپاره د چیټي – چیټي – بنګ – بنګ (Chitty-Chitty-Bang-Bang) تر نامه لاندې کیسه او دوه غیرداستانی اثار لیکلي. په ۲۰۰۸ زکال کې ټایمز مجلې فلمینګ «له ۱۹۴۵ زکال راهیسې د ۵۰ مخکښو بریتانوي لیکوالانو» په نوملړ کې د ۱۴م ځایګي په لرلو یاد کړ.
فلمینګ له آن چارتریس سره واده کړ. نوموړې خپل مېړه د روترومر دویم ویسکانټ ته له دې امله طلاق ورکړی و چې له یوې لیکوالې سره یې اړیکې لرلې. فلمینګ او چارتریس د کاسپار په نوم یو زوی درلود. فلمینګ د خپل ژوند په اوږدو کې په شدیده بڼه سګرټ څکول او الکول به یې څښل؛ همدا و چې نوموړی په ۱۹۶۴ زکال کې د ۵۶ کلنۍ په عمر د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. د نوموړي د جیمز بانډ ناولونو دوه کتابونه یې له مړینې وروسته خپاره شول. له دغه مهال راوروسته نورو لیکوالانو هم د بانډ ناولونو لیکنې ته مخه کړه. د فلیمنګ آثار ۲۷ ځله په فلمونو کې څرګند شوي چې د هغو اصلي رولونه د اوو هنرمندانو له خوا اجرا شوي.