اېنټروپي
From Wikipedia, the free encyclopedia
اټروپي (په انگرېزي : Entropy)د لاتیني کلمې entropia څخه د بدلون په مانا اخیستل شوی ده. نوموړی کمیت (څومره والی) د لومړي ځل لپاره په ترموډاینمک کې د انټروپي د انتشار او خپرېدو د غیر رجعي والي د اندازې د ټاکلو لپاره وکارول شو. انټروپي په S سمبول سره ښيي او J/mol.k سره اندازه کېږي، چې J- جؤل، mol ـ مول، K- د تودوخې درجه په کالوېن سره ښيي . کلازيوس (Clausius)د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۵م زېږیز کال کې د انټروپي کمیت (څومره والی) په ترموډاینمک کې وکاراوه . نوموړي وښودله چې د تودوخې په کار د فیزیکي ټاکلې قانونمندۍ لرونکې ده ، چې هغه د ترموډاینمک د دوهم قانون په بڼه داسې بیانوي :
Ds د انټروپي ډېر لږ بدلون ، {\delta{q}_{rev}} د تودوخې لږه کچه چې تبادله شوې وي او T د تودوخې ثابته درجه ده. معادله وروسته له انټیگرال نیولو څخه په لاندې ډول ده :
په دې رابطه کې C انټيگرال ثابتوي . کله چې سیسټم د q اندازه د تودوخې په بدلولو سره د A حالت څخه B ته بدلون ومومي په هغه صورت کې د معادلې ټاکلي انټيگرال لاندې بڼه خپلوي :
له پورتنیو معادلو څخه داسې وایبره په لاس راځي چې د انټروپي بدلونونه ΔS د تودوخې درجې T تابع نه وي . او د اډيابېټک لړۍ 0=q په مهال انټروپي بدلون نه مومي 0=ds او ویلای شو چې په اډيابېټک لړۍ کې د انټروپي قیمت ثابت وي . S=Cost هغه لړۍ دي چې په هغې کې انټروپي ثابت وي د آيزوانټروپک Isoentropic په نوم يادېږي . په انډوترمک لړیو کې د تودوخې اندازه او د تودوخې درجې له نسبت سره مساوي کېږي . د بېلگې په توگه ، د اوبړنو(مایعاتو) د ایشېدلو لړۍ د انټروپي بدلونونه په ثابت فشار کې د تړمښت (تبخیر) د تودوخې اندازه λV د تړمښت د تودوخې له درجې سره مساوي کېږي .
انټروپي يو علمي مفهوم او د اندازې وړ يوه فزيکي ځانګړتيا ده، چې په خورا عام ډول د ګډوډۍ، ناڅاپي والي او نامعلومتيا په يو حالت سره مل وي. ياده اصطلاح او مفهوم له لرغوني ترموډيناميک [د تودوخه قوې] نه په بېلو څانګو اوبرخو کې کارول کېږي، چې په لومړي ځل په احصائيوي فزيک کې د مايکروسکوپيک تشرېح او د معلوماتو نظريې د اصولو په اړه په رسمي ډول وپېژندل شوه. دا اصطلاح په کيميا، فزيک، د هوا پوهې، اقليمي بدلون او په لرې اړيکو کې د معلوماتو د لېږد په ګډون په معلوماتي سيستمونو کې د اوږدو کاريالونو بنسټ اېښی دی. [1]
د تودوخي قوې مفهوم د تودوخي قوې د دندې او د تودوخې پټ ځواک په نومونو، په ۱۸۵۰ ز کې سکاتلنډي پوه او انجنير Macquorn Rankine ته ورګرځېده. په ۱۸۶۵ ز کې د تودوخي قوې د برخې مخکښ بنسټګر جرمني فزيکپوه Rudolf Clausius ياده اصطلاح (انتروپي) سملاسي تودوخه درجې ته د تودوخې د يوې خورا کوچنۍ اندازې وېش برخې (خارج قسمت) په توګه راوپېژنده. نوموړي ياده اصطلاح په جرمني ژبه کې (verwandlungsinhalt) وبلله او ذکر شوې اصطلاح يې د بدلېدونکې محتوا او اندازې په توګه په بنسټيز ډول تشرېح کړه او وروسته يې د بڼې بدلولو لپاره له يو يوناني ویی نه د انټروپي (entropy) اصطلاح اختراع کړه. مايکروسکوپيک قانون او جوړښت ته په ورګرځېدلو سره، Clausius په ۱۸۶۲ ز کې ياد مفهوم د معنا disgregation په توګه وژباړه. [2][3]
د انټروپي يوه پايله دا ده، چې معلوم پړاوونه بېرته نه راګرځېدونکي او ناممکن دي، چې د انرژي د ساتنې نه د تېري نه کولو له غوښتنې نه يوې خواته؛ ورستنی هغه يې د تودوخې قوې په لومړي قانون کې څرګند دی. انټروپي د تودوخې قوې لپاره مرکزي ونډه لري، چې بيانوي چې بې اختياره او په خپل سر اوښتون ته د ګوښه شويو سيستمونو انټروپي په وخت سره ځکه نه شي کمېدلی، چې دوی تل د تودوخي قوې د توازن په حالت کې تر لاسه کېږی ،چې انټروپي په کې تر ټولو لوړه وي.
اسټراليايي فزيکپوه Ludwig Boltzmann، انټروپي د يوه سيستم د انفرادي اتومونو او ماليکونو د ممکنه مايکروسکوپيک ترتيباتو او حالتونو د عدد او ګڼې د اندازې په توګه تشرېح کړی دی، چې د سيستم په مايکروسکوپيک حالت سره سمون کوي. نوموړي په دې ډول د تودوخي قوې يوې نوې څانګه او برخه کې د احصائيوي ميخانيک په نامه د احصائيوي ګډوډۍ او شونتيا وېش مفهوم راوپېژانده او د مايکروسکوپيک غبرګونونو تر منځ يې اړيکه وموندله ،چې د يو منځني ترتيب او حالت په اړه په يو ورته ثابت يا کنسټانټ (د Boltzmann constant) سره د يو ساده لوګاريتمي قانون په بڼه کې په مايکروسکوپيک ډول د پام کې نيولو وړ چلند ته بدلون کوي، چې همدا د واحدونو د معاصر نړيوال سيستم لپاره د نړيوالو ثابت يا constants له ډلې نه دی.
په ۱۹۴۸ز کې د Bell لابراتوارونو پوه Cluade Shannon د مايکروسکوپيک نامعلومتيا او د لرې واټن اړيکو په اشارو کې د معلوماتو د ناڅاپي له لاسه ورکولو ستونزې د ډېروالي اندازه کولو يو ورته احصائيوي مفهوم ته وده ورکړه. Shannon د John von Neumann په غوښتنه دې هستۍ ته احصائيوي ميخانيک کې د انټروپي په توګه په ورته چلند کې د دې کارونې ته د له لاسه وتليو معلوماتو نوم ورکړ او د معلوماتو نظريه يې وزېږوله. دا تشرېح د انټروپي د مفهوم د يوه نړيوال پېژند په توګه پېژندل شوی دی. [4]