اېچ آی وي
From Wikipedia, the free encyclopedia
د انسان د دفاعي نیمګړتیا ویروسونه( اچ آی وي) (HIV) د لینتي ویروس (Lentivirus) دوه ډولونه دي چې د ریتروویروس یوه فرعي څانګه ده او انسان ککړوي. د وخت په تېرېدو سره، دوی د ترلاسه شوي دفاعي نیمګړتیا سنډروم یا ایډز (AIDS) لامل کېږي او په دې حالت کې بیا د دفاعي سیستم پرمختللې بې ځواکي دا امکان رامنځته کوي چې ژوندګواښوونکی مغرض انتانونه او سرطانونه سر ونیسي. له درملنې پرته، په اچ آی وي له ککړېدو نه وروسته د ژوندي پاتې کېدو منځنی مهال د اچ آی وي ډول ته په کتو سره له ۹ تر ۱۱ کلونو پورې دی. په ډېری مواردو کې، اچ آی وی له جنسي لارې لېږېدودنکی انتان دی او له وینې، انزال نه وړاندې، مني او د مهبلي مایعاتو سره د تماس یا لېږد له لارې رامنځته کېږي. څېړنو (په دواړو همجنس او مخالف جنس جوړو کې) ښودلې ده چې، که د اچ آی وی درلودونکی [جنسي] شریک داسي ویروسي بار ولري چې د پېژندلو وړ نه وي، اچ آی وی د کاندوم نه پرته نیول شوې جنسي اړیکې له لارې د لېږد وړ نه ده. غیرجنسي لېږد ښايي له ککړې شوې مور نه د هغې بچي ته د د زېږېدو پر مهال له وینې یا مهبلي مایع سره د تماس پر وخت او یا هم د سینې شیدو له لارې ولېږدول شي. د بدن د دغو مایعاتو په دننه کې، اچ آی وي هم د آزادو ویروسي ذراتو او هم په ککړو شویو دفاعي حجرو کې د ویروس په بڼه شته دی. [1][2][3][4][5][6][7][8][9][10]
اچ آی وي، د انسان د دفاعي سیستم حیاتي حجرې ککړوي، لکه مرستندويې ټي T حجرې (په ځانګړې توګه CD4+ T حجرې)، مکروفېج او دېنډرېټ حجرې. اچ آی وي انتان د یو شمېر جوړښتونو له لارې د CD4+ T د ټیټو کچو لامل کېږي، لکه د نیمګړو ککړو ټي T حجرو پیروپټوز، د ناککړو بایسټنډرډ حجرو اپوټوز، د ککړوحجرو نېغه وژنه او د CD8+ سایټوټاکسیک لېموسیت په وسیله، چې ککړې حجرې پېژني، د CD4+ T ککړو حجرو وژل. کله چې د CD4+ T حجرو شمېره د حیاتي کچې نه ښکته راولوېږي، د حجرې خوندیتوب له منځه ځي او بدن په تدریجي توګه د مغرضو انتانونو پر وړاندې لا زیانمنونکی کېږي چې په پای کې يې ایډز رامنځته کېږي. [11][12][13][14]