بایرډ رسټین
From Wikipedia, the free encyclopedia
بایرډ رسټین (/ˈbaɪ.ərd/؛ ۱۹۱۲ مارچ ۱۷مه – ۱۹۸۷ اګست ۲۴مه) د مدني حقونو، سوسیالېزم، عدم تشدد، او همجنس پالانو یا همجنس بازانو د حقونو اړوند ټولنیزو خوځښتونو یو افریقایي الاصله امریکایی رهبر و.
بایرډ رسټین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | منهټن |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | د امریکا سوسیالېست ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | مهاتما ګاندي |
سمول |
رسټین په ۱۹۴۱ کال کې له اې فیلیپ رانډولف سره په ګډه د "واشنګټن لاریون غورځنګ" په ترتیب کې محوري رول ولوباوه، چې موخه یې په کار او دندو کې د نژادي تبعیض د پای ته رسولو لپاره پر حکومت فشار راوړل وو. رسټین وروسته بیا د "آزادۍ سفرونه" تنظیم کړل، او د مارتین لوتر کینګ د رهبرۍ د تقویه کولو لپاره یې د سوېلي عیسوي مشرتابه کنفرانس په تنظیمولو کې مرسته وکړه او هم یې کینګ ته د عدم تشدد په اړه لارښوونې او درسونه ورکړل. هغه وروسته د "کار او ازادۍ لپاره د واشنګټن لاریون یا مارش" کې د سمبالوونکي په توګه رول ولوباوه. رسټین په ۱۹۵۴ کال کې "د وګړیتوب لپاره مبارزه" په نوم خوځښت د یوه سرلاري ایلا بیکر ترڅنګ کار وکړ، او د مونټګومري له بس بایکاټ څخه وړاندې نوموړي د بیکر، جورج لارنس، د امریکا د یهودانو د کانګرس سټینلي لېویسون، او یو شمیر نورو کارګرو رهبرانو ترڅنګ "په ملګرتیا کې" تر نوم لاندې یوې ډلې په تنظیمولو کې مرسته وکړه. دغې ډلې هغو کسانو ته مادي او حقوقي مرستې چمتو کولې چې په کلاریندون ښار، یازو او نورو سیمو کې له خپلو کرایه کړو فارمونو او کورنیو څخه ایستل شوي وو. رسټین د امریکا د کارګرانو فدراسیون-صنعتي سازمانونو کانګرس (AFL-CIO) د اې فیلیپ رانډولف انستیتوت (APRI) مشر شو، چې د پخوانیو بشپړو سپین پوستو د اتحادیو ادغام او د افریقایي امریکایانو د یووالي او اتحاد د ودې په برخه کې یې کار کاوه. د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو په جریان کې هم رسټین د ویتنام او کمبوډیا کډوالو ته د مرستو رسونې په څېر په ګڼو بشرپالو ماموریتونو کې خدمت کړی. په ۱۹۸۷ کال کې د نوموړي د مړینې پر مهال هم، هغه په هایټي کې پر یوه بشري ماموریت بوخت و.[1][2]
رسټین همجنسپال و او د هغه پر جنسیت پالنې او جنسي تمایلاتو د نیوکو له امله، هغه معمولا د مدني حقونو له مشرانو او رهبرانو سره د پردې تر شا د یوه بانفوذه سلاکار په توګه کار کاوه. د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې هغه د همجنس پالانو پر یوه عامه مدافع تبدیل شو او په بېلابېلو مناسبتونو کې یې د بشري حقونو د یوه فعال او ملاتړي په توګه ویناوې کولې.[3]
د ژوند په وروستیو کې، سره له دې چې لاهم د کارګرانو د حقونو خوندي کولو په هڅو کې بوخت و، په ورته وخت کې د نورو اتحادیو له رهبرانو سره یو ځای او له ایډیالوژیکي پلوه نوې محافظه کارۍ یا د نوو محافظه کارانو خوځښت ته مایل شو، او (د هغه له مړینې وروسته) ولسمشر رونالډ ریګن د هغه ستاینه وکړه. همدا راز د ۲۰۱۳م کال د نومبر پر ۲۰مه، ولسمشر بارک اوباما هم رسټین ته د ولسمشر له لوري د آزادۍ له مرگ وروسته افتخاري مډال ورکړ.[4][5][6][7]