بیوشیمي
From Wikipedia, the free encyclopedia
حياتي کيميا يا بيولوژيکي کيميا د ژونديو موجوداتو په بدن کې يا ورپورې اړوند د کيمياوي پړاوونو څېړنه ده. حياتي کيميا يانې د کيميا او بيولوژي دواړو يوه فرعي طريقه (حياتي کيميا) په درې برخو وېشل کېدلی شي: ساختاري بيولوژي، د انزايمونو علم او ميتابوليزم. د ۲۰ پېړۍ په وروستيو لسيزو کې حياتي کيميا د ذکر شوو درې طريقو په واسطه د ژونديو موجوداتو اړوند پړاوونو په تشرېح کې بريالۍ شوې ده. د ژوند علومو نږدې ټولې برخې د حياتي کيميا د ميتودونو د علم او څېړنې په واسطه څپړل کېږي او وده يې کړې ده. حياتي کيميا د کيمياوي بنسټونو په پوهېدنې باندې تمرکز کوي، چې بيولوژيکي ماليکولونو ته هغې پړاوونو ته د پورته کېدلو زمينه مساعدوي؛ چې د ژونديو حجرو په داخل او د حجرو تر منځ واقع کېږي. همدارنګه په خپل وار د نسجونو او غړو تر څنګ د ژوندي موجود په ساختمان او دندې د پوهېدلو سره په پراخ ډول اړيکه لري. حياتي کيميا له ماليکولي بيولوژي سره نږدې تړلې ده، چې د بيولوژيکي ښکارندو د ماليکولي ميکانيزمونو څېړنه ده.[1][2][3][4][5]
د حياتي کيميا زياته برخه د لويو بيولوژيکي ماليکولونو لکه پروټينونو، نيوکليک اسيدونو، کابوهايدريتونو او شحمياتو؛ د ساختمان، اړيکې، دندو او متقابلو عملونو سره سروکار لري. دوی د حجرو ساختمان جوړوي او د ژوند پورې تړلې زياتې دندې تر سره کوي. د حجرې کيميا د کوچينو ماليکولونو او ايونونو پر غبرګونونو باندې هم تکيه کوي. دا غير ژوندي (لکه: اوبه او فلزي ايونونه) او ژوندي (لکه: امينو اسيدونه، چې د پروټينونو د ترکيب لپاره کارول کېږي) دواړه کېدلی شي. د کيمياوي غبرګونونو په واسطه له خپل چاپيريال څخه د انرژي د ګټې اخيستنې په موخه د حجرو په واسطه کارېدونکو ميکانيزمونو ته ميتابوليزم وايي. د حياتي کيميا موندنې په بنسټيز ډول په طب، تغذيې او د کرنې په برخو کې عملي کېږي. په طب کې د حياتي کيميا پوهان د ناروغيو سببونه او تداوي (معالجه) پلټي. تغذيه د روغتيا او ښه والي څرنګوالی او همدارنګه د غذايي موادو د کمښت اغېزې څېړي. په کرنه کې، حياتي کيميا پوهان خاوره او حاصلات پلټي. د غلو دانو کښت، د هغې زېرمه او د کورنيو څاريو اداره کول يې هم موخې دي. [6][7][8][9]