ترکمنستان
From Wikipedia, the free encyclopedia
ترکمنستان په لویدیځه اسیا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لویدیځ ته یې قزاقستان او شمال ختیځ ته یې اوزبیکستان، سویل ختیځ ته یې افغانستان، سویل او سویل لویدیځ ته یې ایران او لویدیځ ته یې کسپین یا خزر سیند موقعیت لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار عشق آباد دی. د مرکزي اسیا په هېوادونو کې کم نفوس لرونکی هېواد دی چې د وګړو شمېرو یې ۶ میلیونه کسو ته رسېږي. ترکمنستان په اسیا کې تر ټولو لږ وګړي لري. وګړي یې د ترکمنانو په توګه پېژندل کېږي (چې د قومیت پر ځای یې په تابعیت ټینګار شوی دی).[5][6]کينډۍ:R/superscript[7]
ترکمنستان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Location of ترکمنستان (سور رنګ) | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 39°شمال 60°ختيځ / 39; 60 [1] |
پراخوالی | 491210 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | عشق آباد |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۲۷ اکتوبر ۱۹۹۱[2] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 16 کلن |
بې کارۍ کچه | 10 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | TM |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +993 |
دغه سیمه چې اوس مهال د ترکمنستان په نوم پېژندل کېږي، له ډېر مهاله یې د ګڼ شمېر نورو ملتونو او کلتورونو د لارې په توګه عمل کړی. مروه یې د منځنۍ آسیا یو له پخوانیو آبادو ښارونو او د نړۍ یو له لویو ښارونو نه دی. په منځنیو پېړیو کې مروه د اسلامي نړۍ یو له لویو ښارونو او د ورېښمو لارې له مهمو تم ځایونو نه وه. ترکمنستان چې په ۱۸۸۱ ز کال کې د روسي سترواکۍ یوه برخه شو، خو وروسته یې په مرکزي اسیا کې په بلشویک ضد خوځښت کې مهم رول ولوباوه. په ۱۹۲۵ ز کال کې د شوروي اتحاد د بنسټ اېښودونکي جمهوریت په توګه په ترکمن شوروي سوسیالیست جمهوریت ((Turkmen SSR واوښت. دغه هېواد په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو.[8][9][10][6]
ترکمنستان د طبیعي ګازو د زېرمو له مخې د نړۍ څلورم هېواد دی. د دغه هېواد ډېره برخه د قرا قروم یا تورې شګلنې دښتې په واسطه چاپېر شوی دی. له ۱۹۹۳ ز کال نه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، د دغه هېواد وګړو د دولت له خوا په وړیا ډول برېښنا، اوبو او طبیعي ګازو ته لاسرسی درلود.[11][12]
دغه هېواد د کمو بشري حقونو له امله په ځانګړې توګه له لږه کیو سره دچلند، مطبوعاتو د آزادۍ او مذهبي ازادیو په برخو کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی. په ۱۹۹۱ ز کال کې، له شوروي اتحاد نه له خپلواکۍ وروسته، د ترکمنستان خپلواک دولت د دوو ځپونکو توتالیتر رژیمونو له خوا اداره کېږي. سفر مراد نیازوف (چې د ترکمن باشي یا «د ترکمنانو مشر» په توګه پېژندل کېږي)، تر ۲۰۰۶ ز کاله یعنې تر مړینې پورې یې د دغه هېواد ولسمشر و. په ۲۰۰۷ ز کال کې د غیر دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې قربان علي بردي محمدوف (نوموړی لومړی د ولسمشر مرستیال او بیا د ولسمشرۍ سرپرست(واکیال) شو) د دغه هېواد ولسمشر شو. د اعدام سزا په رسمي ډول، په ۲۰۰۸ ز کال کې په دغه هېواد کې منع شوه.[13][14][15][16]