تشيال وخت
From Wikipedia, the free encyclopedia
سپېس ټایم په فزیکپوهنه کې د یوه ریاضیکي موډل څخه عبارت دی چې فضا یې په خپل ځان کې سره پېیلې او له یو بل سره تړلي ترکیب را په گوته کوي. د اقلیدسي فرضي مفاهیمو له مخې د نړۍ فضا، درې بُعده مکاني او یوه یې مهالي (زماني) چې چې مستقل دی لري. په سپېس ټایم کې درې بُعده فضا او یو بُعد مهال (زمان) په خپلو کې سره ادغامېږي او یو څلور بُعدي چاپېریال جوړوي. د فضا او مهال (زمان) له ترکیب او د یوه واحد چاپېریال په جوړېدا سره، فزیکپوهان په دې وتوانېدل چې هم د کیهاني (نجومي) او هم د اتومي بُعد په سطحو خپل فزیکي تیوري وړاندې کړي.
فضاوخت (سپیس ټایم) او هر هغه څه چې په فضا وخت کې شتون لري (لکه ستوري، سیارې، اسماني ډبرې، اتومونه، ذرې...)، کاینات بلل کیږي. فضاوخت (سپیس ټایم): انشتاین وايي چې فضا او وخت داسې سره تړلي لکه په یو ټوکر کې چې افقي او عمودي تارونه سره تړلي او ټوکر یې جوړ کړی. فضا او وخت نه بیلیدونکي دي ځکه ورته فضاوخت یا سپیس ټایم ویل کیږي. همدارنگه فضاوخت لکه ربړ کش کیدای شي. کاینات شاوخوا ۱۳.۸ ملیارده کاله مخکې د بیگ بنگ یا سترې چاودنې به نتیجه کې له یوې داسې نقطې څخه مینځ ته راغلل چې لایتناهي انرژي یې درلوده. ساینسپوهان وايي چې کله کاینات جوړ شول نو په لمړی سر کې دومره گرم یا له انرژۍ ډک ځای وو چې اتومونه هم پکې نشوای جوړیدای. له شروع نه تر ۳۸۰۰۰۰ کلونو پورې پکې یوازې پروتونونه، الکترونونه او نور ذرات وو. هایدروجن (تر ټولو ساده عنصر) هیلیم او په ډیره کمه اندازه نور سپک عناصر ۳۸۰۰۰۰ کاله وروسته جوړ شول. شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کاله وروسته له سترې چاودنې یا بیگ بینگ څخه یو شمیر دغه اتومونه د جاذبې د قوې په وجه سره یو ځای شول او لمړني ستوري یې جوړ کړل. تر هایدروجن او هیلیم درانده عناصر بیا په ستورو کې دننه د هستوي تعاملاتو (نیوکلیر فیوژن) په نتیجه کې جوړ شول او لا هم په ستورو کې جوړیږي. خو تر دوی هم درانده عناصر (چې اتومي نمبر یې تر اوسپنې لوړ وي) بیا د لویو ستورو د مرگ (چاودنې یا سوپر نووا) په نتیجه کې رامینځ ته کیږي.