تېزابي باران
From Wikipedia, the free encyclopedia
تېزابي باران هغه باران یا د اورښت بله بڼه ده چې په غیرمعمولي ډول تېزابي وي، دا په دې معنی ده چې دا باران د هایدروجني آیونو لوړه کچه (ټيټ pH) څخه برخمن دی. د څښاک اوبو په ګډون زیاتره اوبه یو خنثي pH لري چې د ۶،۵ او ۸،۵ ترمنځ دی، خو د تېزابي باران د pH کچه له دې څخه ټیټه ده او په اوسط ډول له ۴-۵ پورې وي. هرڅومره چې تېزابي باران تېزابي وي په همغه کچه یې pH ټیټ وي. تېزابي باران کولای شي په بوټو، د اوبو په ژویو او په بیخبیناوو باندې زیانمنې اغېزې ولري. تېزابي باران د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اکسایډ د خپرېدو له امله رامنځته کېږي، چې په اتموسفیر کې د اوبو له مالیکولونو سره تعامل کوي ترڅو تېزاب تولید کړي.[1][2]
په ډاګه شوې چې تېزابي باران په ځنګلونو، تازه اوبو، خاوره، میکروبونو، حشراتو او په اوبړنو ژوند بڼو ناوړه اغېزې لري. په ایکوسیستمونو کې، دوامداره تېزابي باران د ونې د پوټکي پایښت کموي او د دې لامل کېږي چې بوټي (flora) د چاپېریال فشارراوړونګو عواملو لکه وچکالۍ، تودوخې/ساړه او د آفتونو یرغل په وړاندې ډېر حساس شي. تېزابي باران د دې وړتیا هم لري چې د خاورې ترکیب د مغذي موادو لکه کلسیم او مګنیزیم په له منځه وړلو زمانمن کړي، دا مواد د بوټو په وده او د خاورې په سلامتیا کې رول لوبوي. د بشري بیخبیناوو له نظره، تېزابي باران د رنګ د پوست کېدو، د فولادي جوړښتونو لکه پلونو د زنګ کېدو او د ډبریز ودانیو او مجسمو د هوا وهنې (weathering) لامل کېږي او همدارنګه د انسان په روغتیا باندې اغېزې لري.[3][4][5][6][7]
یو شمېر حکومتونو د ۱۹۷۰ کلونو راهیسې هڅې کړې چې هوا ته د سلفر ډای اوکسایډ او نایتروجن اوکسایډ په خوشي کولو کې کموالی راولي. دې هڅو د تېزابي باران په اړه د پراخو څېړنو له امله چې په ۱۹۶۰ کلونو کې پیل شوې مثبتي پایلې درلود او د تېزابي باران د زیانمنو اغېزو له امله دا معلومات عام شول. د سلفر او نایتروجن مرکباتو اصلي سرچینه چې د تېزابي باران لامل کېږي، د انسان له خوا رامنځته کېدونکي (anthropogenic) دي، خو نایتروجن اوکسایډونه په طبیعي ډول د رعد برېښېدو له امله هم تولید کېدای شي او سلفر ډای اوکسایډ د اورغورځوونکو د راخوټېدنو له امله تولید کېږي.[8][9]