ثابت عضوي ککړوونکی
From Wikipedia, the free encyclopedia
ثابت عضوي ککړوونکي (Persistent organic pollutants) یا (POPs) چې کله کله د "د تلپاتې کیمیاوي توکو" په نوم بلل کېږي، عضوي مرکبات دي چې په کیمیاوي، بیولوژیکي او فوتولیک پروسو کې د چاپېریالي تخریب (تجزیې) په وړاندې مقاومت کوي. دا زهرجن کیمیاوي توکي دي، چې په ټوله نړۍ کې د انسان په روغتیا او په چاپېریال باندې منفي اغېزه کوي. لکه څنګه چې د باد او اوبو پر مټ د لېږد وړ دي، زیاتره ثابت عضوي ککړوونکي چې په یوه هېواد کې تولید کېږي، کولای شي له هغې ځایه چې کارول کېږي او خوشي کېږي، تر لېري ځایونو په انسانانو او وحشي حیواناتو باندې اغېزه وکړي. نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۱ زکال د ثابتې عضوي ککړتیاو په هکله په سټاکهولم کنوانسیون کې د انسان او چاپېریال په سلامتۍ د ثابتو عضوي ککړوونکو په اغېزو باندې، د دوی د تولید د له منځه وړو یا په کلکه توګه محدودولو په اړه د بحث وکړ. متحده ایالاتو د ثابت عضوي ککړوونکو د خپرېدنې د کمولو لپاره پیاوړي کورني ګامونه اخیستي. د بېلګې په توګه، د سټاکهولم په کنوانسیون کې د ثابت عضوي ککړوونکو فهرست شوي اصلي حشره وژونکي هېڅ کوم نن ورځ په متحده ایالاتو کې د پلور او توزیع لپاره نه ثبت کېږي. کانګرس په ۱۹۷۸ زکال کې د پولي کلوریت بایفینل (polychlorinated biphenyl) یا (PCB) تولید منع کړ او د PCB د پاتې ذخیرو کارول یې په کلکه محدود کړل. د ۱۹۸۷ ز کال راهیسې د چاپېریال ساتنې ادارې او ایالتونو د متحده ایالاتو له سرچینو څخه ځمکې، هوا او اوبو ته د ډای اوکسینونو (dioxins) او فرانونو(furans) چاپېریالي خپرېدنې په اغېزمنه توګه کمې کړې دي. [1]
ډېر ثابت عضوي ککړوونکي اوس مهال یا پخوا د حشره وژونکو، محلولونو، درملو او د صنعتي کیمیاوي توکو په توګه کارول کېدل. که څه هم ځینې ثابت عضوي ککړوونکي په طبیعي ډول رامنځته کېږي (مثلا له اور غورځوونې څخه)، خو زیاتره د انسان له خوا جوړ شوي دي. [2]