خاکوبو آربنز
From Wikipedia, the free encyclopedia
خوان خاکوبو آربنز یوزمن (زوکړه: د ۱۹۱۳ زکال د سپټمبر ۱۴ مه – مړینه: د ۱۹۷۱ زکال د جنوري ۲۷ مه) ګواتیمالايي پوځي افسر او سیاستوال و چې د ګواتیمالا د ۲۵م ولسمشر په توګه یې خدمت وکړ. نوموړی له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۵۰ زکال پورې د ملي دفاع وزیر او له ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې په دیموکراتیکه بڼه انتخاب شوی د ګواتیمالا دویم ولسشمر و. نوموړی د ګواتیمالا په ۱۰ کلن انقلاب کې یو له مهمو څېرو څخه و چې د ګواتیمالا په تاریخ کې یې د څو لنډو کلونو لپاره د استازیتوب پر بنسټ دیموکراسۍ، استازولي وکړه. د ځمکنیو اصلاحاتو پراخ پروګرام چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تصویب کړ، په لاتین امریکا کې تر ټولو اغېزمنه چاره وه. [2]
خاکوبو آربنز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | مکسیکو ښار [1] |
تابعیت | ګواتيمالا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | هسپاني |
پوځي خدمت | |
مقام | ډګروال |
لاسليک | |
سمول |
نوموړی په ۱۹۳۵ زکال کې په لوړه درجه له پوځي اکاډمۍ فارغ شو او تر ۱۹۴۴ زکال پورې یې په پوځ کې خدمت وکړ؛ هغه په چټکۍ سره پوځي رتبې ترلاسه کړې. په دغه دوره کې د متحده ایالاتو له خوا د ملاتړ کېدونکي دیکتاتور خورخي اوبیکو له خوا د کروندو د کارګرانو د شدید ځپلو شاهد و او شخصا اړ شو څو د یو شمېر زنجیروي بندیانو څخه ساتنه وکړي، هغه چاره چې د نوموړي له ترقي غوښتونکي لیدلوري سره یې مرسته وکړه. د ۱۹۴۴ زکال په اکتوبر میاشت کې څو مدني ډلو او مترقي پوځي ډلو د آربنز او فرانسېسکو آرانا تر مشرۍ لاندې د اوبیکو د ځپونکو سیاستونو پر وړاندې پاڅون وکړ. په راتلونکو ټاکنو کې خوان خوزه آریوالو د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ټولنیزو اصلاحاتو د ټولو د خوښې وړ پروګرام یې پیل کړ. آربنز د ملي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۴۹ زکال د پوځي کودتا په راپرځولو کې یې مهم رول ولوباوه. [3][4][5][6]
د هغه سیاستونه د یونایټېد فروټ کمپنۍ له ګټو سره مخالف و همدا و چې د متحده ایالاتو دولت د هغه د دولت د راپرځولو هڅه وکړه. ورته مهال متحده ایالات د ګواتیمالا په دولت کې د کمونېستانو له شتون څخه اندېښمن و، همداو چې د آربنز د ګوښه کولو نقشه د ولمسشر ډوایټ ایزونهار له خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د مرکزي اطلاعاتو د سازمان (CIA) په مرسته جوړه او هغه له واکه ګوښه کړای شو. د هغه پر ځای ډګروال کارلوس کاستیلو آرماس ولسمشر شو. آربنز څو هېوادونو ته تبعید شو او په دې سره یې کورنۍ په تدریج سره وپاشل شوه او لور یې هم ځان وژنه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۱ زکال کې په مکسیکو کې ومړ. د ۲۰۱۱ زکال په اکتوبر میاشت د ګواتیمالا دولت د آربنز د واک د راپرځولو اړوند خواشیني څرګنده کړه. [7]