د اطریش لومړی چارلز
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی چارلز یا لومړی کارل (بشپړ نوم: کارل فرانتس یوزف لودویګ هوبرت ګئورګ اتو ماری؛ زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د اګست ۱۷ مه – مړینه: د ۱۹۲۲ زکال د اپرېل لومړی نېټه) د اطریش سترواک، د هنګري پاچا (د څلورم چارلز په توګه، په هنګري ژبه: IV. Károly)، د کرواسیا پاچا، د بوهمیا پاچا (د دریم چارلز په توګه) او همدارنګه د هابسبورګ – لورن کورنۍ وروستۍ پاچا و چې په ټول اطریش- هنګري یې واکمني وکړه. د اطریش د ارشیدوک اوتو او د ساکسوني د ملکې ماریا یوزفا د زوی په توګه چارلز هغه مهال د سترواک فرانتس یوزف احتمالي وارث شو کله چې د نوموړي تره آرشیدونک فرانز فردیناند په ۱۹۱۴ زکال کې ترور کړای شو. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د بوربون – پارما له شاهزادګۍ زیتا سره واده وکړ. هغه په کاتولیک کلیسا کې د درناوي وړ کس ځایګی درلود او د ۲۰۰۴ زکال د اکتوبر په دریمه د دویم پاپ ژان پل له خوا د سعادتمند کس په توګه وبلل شو او اوس په کاتولیک کلیسا کې د اطریش د متبرک کارل په توګه پېژندل کېږي. [5][6]
د اطریش لومړی چارلز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | اتريش [1] |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کارل پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [2][3]، چيکی ژبه [4] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
چارلز د ۱۹۱۶ زکال په نومبر میاشت کې د خپل مشر تره فرانتس یوزف له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه له متفقینو سره پټ مذاکرات پیل کړل او تمه یې لرله چې لومړۍ نړیوالې جګړې ته په سوله ئیزه توګه پای ټکی کېږدي، خو بریالی نه شو. فدرالېزم ته په مخ اړولو او له اطریشي سلاوېزم څخه په ملاتړ کولو سره نوموړي د خپلې سترواکۍ د ساتلو هڅه وکړه خو بیا هم دغه سترواکي وپاشل شوه؛ د چکسلواکیا، سلوانیا، کرواسیا او سربیا دولتونو د خپل موجودیت اعلان وکړ او هنګري هم له اطریش سره خپلې سلطنتي اړیکې د ۱۹۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې پای ته ورسولې. د ۱۹۱۸ زکال د نومبر د ۱۱ مې نېټې له اوربند وروسته چارلز په ایالتي چارو کې له خپلې مداخلې لاس پر سر شو خو سلطنت یې پرېنښود. راتلونکې ورځ د جرمني- اطریش جمهوریت اعلان شو او د ۱۹۱۹ زکال په اپرېل میاشت کې د اطریش پارلمان په رسمي توګه د هابسبورګ کورنۍ واکمنۍ ته پای ټکی کېښود او چارلز یې د ټول عمر لپاره د جرمني- اطریش له جمهوریت څخه تبعید کړ.
چارلز د خپل تبعید لومړي کلونه په سویس کې تېر کړل. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د سلطنت د بېرته را ژوندي کولو په هڅو تېر کړل. نوموړي په ۱۹۲۱زکال کې دوه ځله د هنګري د تاج او تخت د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو د هنګري د کالوینست واکمن ادمیرال میکلوش هورثي له خوا یې ماته وخوړه. چارلز د دویم ځل لپاره د پرتګال مادیرا ټاپو ته تبعید شو، چېرې چې له تبعید ډېر ژر وروسته ناروغ او په ۱۹۲۲ زکال کې د تنفسي ستونزو له امله ومړ.