د امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د امریکا متحده ایالتونو، مکسیکو متحده ایالتونو او کانادا تر منځ هوکړه، چې تر ډېره د امریکا په متحده ایالتونو کې د متحده ایالتونو ـ مکسیکو ـ کانادا هوکړې (USMCA) او په کانادا کې د کانادا ـ امریکا متحده ایالتونو ـ مکسیکو هوکړې (CUSMA) په نامه پېژندل کېږي، چې د کانادا، مکسیکو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ یوه هوکړه ده. دا هوکړه د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ د هوکړې (NAFTA) ځایناستې شوه، چې په ۱۹۹۴ز کال کې عملي شوه او ځینې وختونه د «NAFTA 2.0» یا «New NAFTA» په نامه پېژندل کېږي، ځکه چې تر ډېره د خپلې مخکینۍ بڼې قواعد ساتي او وخت په وخت یې نوي او تازه کوي.[2][3][4][5][6][7][8][9][10][11]
Canada–United States–Mexico Agreement (کينډۍ:ISO 639 name en-ca)
Tratado entre México, Estados Unidos y Canadá (کينډۍ:ISO 639 name es)
په نامه د |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
د پېښې نېټه | |
ځایناستی د |
برخې |
---|
وېبپاڼه |
ustr.gov… (انګليسي ژبه) international.gc.ca… (فرانسوي ژبه) international.gc.ca… (انګليسي ژبه) gob.mx… (هسپاني) |
---|
USMCA د NAFTA غړو هېوادونو تر منځ د مجددو او دوامداره مذاکراتو په پایله کې چې په ۲۰۱۷ ز کال کې پیل شوې وې، رامنځته شوی دی؛ دا ټول د «ګډوډۍ او بې نظمۍ» په توګه پېژندل کېږي، تر ډېره «د موټرو د صادراتو، د پولاد او المونیم تعرفو او د لبنیاتو، هګیو او چرګانو بازارونه» پر موضوعاتو باندې متمرکزه وو. د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه ټول اړخونه یوې غیر رسمي هوکړې ته سره ورسېدل، چې تر هغه وروسته د اکتوبر په اوله نېټه رسمي شو. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ۲۰۱۸ ز کال کې د G20 هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د USMCA وړاندیز وکړ، چې هلته د ټرامپ، د مکسیکو ولسمشر انریکه پنیانیتو او د کانادا د لومړي وزیر جستېن ټروډو له خوا لاسلیک شو، دغه راز د دې هوکړې یوه اضافي اصلاح شوې بڼه، چې یو شمېر اضافي موارد او مشورې په کې شاملې وې د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه لاسلیک او د درې واړو هېوادونو په وسیله تصویب شوه، په دې لړ کې کانادا هغه وروستی هېواد و، چې دا نسخه یې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه تصویب کړه. په دې توګه د داخلي شرایطو د چمتو والي په هکله تر خبرېدو وروسته د درېیو واړو دولتونو له خوا دا هوکړه تصویب او د ۲۰۲۰ ز کال د جولای میاشتې له ۱ نېټې وروسته نافذه شوه.[12][13][14][15][16][17][18][19]
USMCA تر ډېره د NAFTA ۲۵ کلن قوانین عصري کوي، یعنې د معنوي مالکیت او دیجیتل سوداګرۍ په پام کې نیولو سره د ټرانس پاسېفیک مشارکت (CPTPP - چې کانادا او مکسیکو یې لاسلیکوونکي دي) لپاره، له یوې بشپړې او مخکښې هوکړې نه په پور اخیستې ده. په دې برخه کې د خپلې مخکینۍ بڼې په پرتله اساسي او بنسټیز بدلونونه د کاري او چاپېریالي مقرراتو ډېروالی دی. د امریکا په متحده ایالتونو کې د موټرونو د تولید لپاره ډېرې هڅوونې (په کانادا او مکسیکو کې د موټرونو د تولیدولو په سهمیه بندۍ سره)، په لوړه کچه د کانادا لبنیاتي بازار ته لاسرسی او د هغو کاناداییانو لپاره له ګمرکي حقوقو پرته د محدودیتونو ډېروالی، چې امریکايي سوداګریز توکي په انلاین ډول اخلي.[20][21][22]