د اوکران اقتصاد
From Wikipedia, the free encyclopedia
د اوکراين اقتصاد مخ پر وده، مخلوط اقتصاد دی چې په ختځه اروپا کې موقعيت لري. د دې هېواد اقتصاد له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې هغه مهال چې په ټوله نړۍ کې ستره سوړبازاري پيل شوه، په چټکۍ سره وده وکړه، ان تر دې چې دا هېواد يې د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ اوکرايني مالي بحران پورې ورساوه. د هېواد اقتصاد په ۲۰۱۰ز کال کې بېرته ورغېد او تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې پرمختګ وکړ. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې، د اوکراين اقتصاد له سخت سقوط سره مخ شو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ز کال کې د دې هېواد جي ډي پي د ۲۰۱۳ز کال د ارزښت له نيمايي څخه يو څه لوړه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې، اقتصاد يو ځل بيا په وده پيل وکړ. تر ۲۰۱۸ز کال پورې، د اوکراين اقتصاد په تېزۍ سره مخ پر وده و او د ۲۰۰۸ز کال د اندازې په پرتله نږدې ۸۰٪ ته ورسېد.
د ۱۹۹۰ز لسيزې پر مهال په رکود کې سخت پړسوب او په اقتصادي توليد کې د پخواني شوروي اتحاد د اوکراين د جي ډي پي له نيمايي څخه هم کمېدل شامل وو. په لومړي ځل په ۲۰۰۰ز کال کې د جي ډي پي وده ثبت کړای شوه او تر اتو کلونو پورې يې دوام پيدا کړ. دا وده د ۲۰۰۸ز کال د نړيوال مالي بحران له امله ودرېده، خو اوکرايني اقتصاد بېرته ورغېد او د ۲۰۱۰ز کال په لومړۍ ربعه کې يې مثبته جي ډي پي تر لاسه کړه. د ۲۰۱۰ز لسيزې په لومړيو کې، اوکران د يو ستر اروپايي اقتصاد د ډېرو برخو لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېدو: حاصلخېزې کرنيزې ځمکې، ښه پرمختللی صنعتي مرکز، ښه روزل شوی مزدور او يو ښه تعلیمي نظام. په هر حال، د ۲۰۱۳ز کال د اکتوبر تر مياشتې، د اوکراين اقتصاد يو ځل بيا د سوړبازارۍ په منګولو کې وغورځېد. له دې مخکې دوبي کې، د روسیې له خوا د پولو د سختو سرحدي مقرراتو او ګمرکي مديريت له امله، روسيې ته د اوکران په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغی. د ۲۰۱۴ز کال په لومړيو کې د روسيې له خوا له خپل هېواد سره د «کريميا» الحاق او د ۲۰۱۴ز کال په پسرلي کې د «ډونباس» پيل شوې جګړې د اوکران اقتصاد ته سخت زيان ورساوه او د دې هېواد دوه صنعتي سيمې يې سختې زيانمنې کړې. په ۲۰۱۳ز کال کې، د اوکران د جي ډي پي وده صفر وه. په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراين اقتصاد ۶.۸٪ کمښت ولید او په ۲۰۱۵ز کال کې په جي ډي پي کې دا کچه تر ۱۲٪ پورې دوامداره پاتې شوه. د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په مياشت کې، نړيوال بانک وويل چې په ۲۰۱۶ز کال کې د اوکراين اقتصادي وده ۲.۳٪ وه او په دې ډول سوړبازاري ختمه شوه. د دې پرمختګونو سره سره، اوکراين د سړي سر اسمي جي ډي پي له نظره د اروپا تر ټولو بې وزله هېواد دی چې ځينې ژورنالستان يې لامل د لوړې کچې فساد بولي.[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13]
د ۲۰۲۰ز کال په اپريل مياشت کې، نړيوال بانک راپور ورکړ چې په ۲۰۱۹ز کال کې اقتصادي وده په ۳.۲ سلنه ثابته پاتې وه چې غوره کرنيزو حاصلاتو او په کورني لګښت متکي سکتورونو يې په سر کې ځای درلود. په ۲۰۱۹ز کال کې د کورونو لګښتونه (هغه لګښتونه/مصارف چې په کورونو کې کېږي) تر ۱۱.۹ سلنې پورې ورسېد چې د پام وړ حوالو د جريان او د مصرفونکو د پورونو بيا پيلولو له خوا يې ملاتړ کېدو، په داسې حال کې چې په ترتيب سره کورنۍ سوداګري او کرنه تر ۳.۴ او ۱.۳ سلنې پورې وده وکړه. په هر حال، په ۲۰۲۰ز کال کې «جي ډي پي» تر ۴.۴ سلنه پورې راوغورځېده چې لامل يې د کرونا وبا وه. په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراين د روسيې د يرغل له امله، د پيسو نړيوال صندوق په وينا شونې ده چې د دې هېواد اقتصاد تر ۳۵٪ پورې کوچنی شي.[14][15][16]