د غوره هنرونو شاهی اکاډمي انتورپ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د غوره هنرونو شاهی اکاډمي:
په انتورپ کې د غوره هنرونو شاهی اکاډمي د ا - پی کالج پوهنتون ( پخوانۍ آرټیز کالج پوهنتون) یوه څانګه ده چې مرکزی دفتر یې د انتورپ ښار د موتسارد په کوچه کې واقع دی نوموړې اکاډمي په انځوریزه هنرونو کې د فوق لیسانس او ماسټرۍ سندونه وړاندې کوي ( پخوا په ساتنه او ترمیم کې، چې اوس د انتورپ پوهنتون د ډیزاین د علومو په پوهنځی کې ځای پر ځای شوی دی) سربیره پر دې د ښوونکو روزنه پکې تر سره کیږي . دغه اکېډمۍ د 1664 میلادي کال راهیسې شتون لري او له همدې امله د روم ، پاریس او فلورنس نه وروسته په اروپا کې څلورمه پخوانۍ هنري اکادمی ده. په ۱۸۸۵ کې د غوره هنرونو ملي انستیتیوت کې د پوهنتون کالج زده کړې اضافه شوې. د زدکړو رښتې یې په لاندې ډول دي : د انځوریزه هنرونو پروګرام چې د هنرونو پراخې برخې پکې شاملې دي ( مجسمه جوړونې ، in situ په سیټ، د رنګولو انځورګرۍ او ګرافیک) ، د انځورګرۍ هنرونه لکه عکاسي او تطبيق شوي هنرونه لکه فیشن ، د جواهراتو ډیزاین او زرګری ، او ګرافیک ډیزاین پکې تر سره کیږي. د بشری علومو او طبيعي پوهنې پرته د درملنې تخنیکونو، د کار میتودونه او د کلتوري میراث سره په تړاو کې د مسلکي چلندونو په برخه کې روزنه وړاندې کوي .