د مسلمانانو د شمېر له مخې د هېوادونو لړليک
From Wikipedia, the free encyclopedia
اسلام تر عيسويت وروسته د نړۍ دويم لوی مذهب دی. د ۲۰۰۹ ز. کال د يوې ډيموگرافيکې څېړنې له مخې، د نړۍ نژدې ۱،۵۷ بيليونه وگړي مسلمانان دي، چې په همدې توگه د دغه مذهب لارويان د ټولې نړۍ د وگړو د شمېر 23% برخه جوړوي.[1][2] اسلام په منځني ختيځ، په سهېلي افريقا[3][4], او د آسيا په ځينو برخو کې له پخوا نه يو مسلطه مذهب دی.[5] د مسلمانانو لويې ټولنې په چين، ختيځه اروپا او روسيې کې هم جوړې دي.[6] د نړۍ په نورو برخو کې هم د مسلمانانو مهاجرو جوړې شوې ټولنې ليدل کېږي چې په دغو کې لوېديځه اروپا د يادولو وړ جغرافيايي سيمه ده. که څه هم چې د لوېديځې اروپا د ټولو وگړو له 5% نه لږه برخه مسلمانان جوړوي خو په دغې سيمې کې د عيسوي مذهب نه وروسته د اسلام دين دويم لوی مذهب دی.[7]
عمومي معلومات |
---|
د نړۍ په نژدې ۵۰ هېوادونو کې مسلمانان په اکثريت کې دي.[2] د نړۍ د مسلمانانو نژدې 62% مسلمانان د آسيا په لويه وچه کې مېشت دي، او له 683 ميليونو نه ډېر مسلمانان په داسې هېوادونو کې لکه اندونېزيا (د مسلمانانو د شمېر له مخې د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد، چې په يوازې توگه د نړۍ د ټولو مسلمانانو 15.6% په همدې هېواد کې مېشته دي[8])، پاکستان، هند، او بنگله دېش کې ژوند کوي.[2][9] نژدې 20% مسلمانان په عربي هېوادونو کې اوسېږي.[10] په منځني ختيځ کې، غېر عرب هېوادونو لکه ترکيه او ايران د مسلمانانو لوی هېوادونه پېژندل شوي، په افريقا کې د مصر او نايجېريا په هېوادونو کې تر ټولو ډېر مسلمان وگړي ژوند کوي.[9]
د ۲۰۰۹ ز. کال په اکتوبر کې د پيو څېړنيز مرکز يوې ډېموگرافيکې څېړنې[1][2] دا په ډاگه کړه چې په ټوله نړۍ کې نژدې 1.57 بېليونه وگړي مسلمانان دي، چې په همدې توگه د نړۍ په هرو ۴ وگړو کې يو وگړی مسلمان حسابېږي. د همدغې څېړنې په ترڅ کې دا هم په ثبوت ورسېدل چې د لېبنان په پرتله په جرمني کې ډېر مسلمانان موندل کېږي او همدا شان د سوريې په پرتله په چين کې ډېر مسلمانان مېشت دي.[11] د پاملرنې وړ دا ده چې د پيو د څېړنيز مرکز لخوا د ترسره شوې څېړنې شمار به په ځينې ځايونو کې د عامو منل شويو ارقامو سره په لوی توپير کې وي. په داسې وخت کې د ځينو اټکلونو لپاره پکار ده چې د ځانگړي هېوادونو اړونده د مسلمانانو د شمېر ليکنې او شمار بايد په پام کې ونيول شي.
د مسلمانانو اکثريت د سني مذهب لارويان دي، خو نژدې 10 – 13% وگړي بيا د تشيع مذهب ډله جوړوي.[2]