راجیو ګاندي
From Wikipedia, the free encyclopedia
راجیو ګاندي (زوکړه: د ۱۹۴۴ زکال د اګست ۲۰ مه – مړینه: د ۱۹۹۱ زکال د مۍ ۲۱ مه) هندي سیاستوال و چې له ۱۹۸۴ زکال څخه یې تر ۱۹۸۹ زکال پورې د هند د شپږم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۸۴ زکال کې د خپلې مور، لومړۍ وزیرې اندرا ګاندي له ترور وروسته د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او په دې سره نوموړی د ۴۰ کلنۍ په عمر د هند تر ټولو ځوان لومړی وزیر شو. [1][2][3]
راجیو ګاندي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
مذهب | |
مور | |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ګاندي په هند کې د نهرو- ګاندي د تر ټولو مخکښې سیاسي کورنۍ غړی و او د هند ملي کانګرس ګوند ته اړوند و. د هغه د ماشومتوب پر مهال د نوموړي مورنی نیکه جواهر لعل نهرو د هند لومړی وزیر و. ګاندي په بریتانیا کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۶ زکال کې هند ته له راګرځېدو وروسته د هند په دولتي هوايي شرکت کې د مسلکي پیلوټ په توګه وګمارل شو. نوموړي په ۱۹۶۸ زکال له سونیا ګاندي سره واده وکړ او له خپلو دوه اولادونو؛ راهول ګاندي او پریانکا ګاندي وادارا سره په ډهلي کې استوګن شو. د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال د هغه مور اندرا ګاندی د هند لومړۍ وزیره او ورور یې سنجی ګاندی د پارلمان غړی و؛ خو له دې سره بیا هم راجیو له سیاست لرې و. په ۱۹۸۰ زکال کې د یوې هوايي پېښې له امله د سنجي له مړینې وروسته، نوموړی زړه نا زړه د خپلې مور په لارښوونه سیاست ته ننوت. راتلونکی کال هغه له امیټهي ټاکنیزې حوزې څخه خپل ورور ته اړونده څوکۍ خپله کړه او د لوک صباح یا د هند د پارلمان د ولسي جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ. ګاندي د خپلې سیاسي ودې پر مهال د کانګرس عمومي منشي شو او د ۱۹۸۲ زکال د آسیایي لوبو په تنظیم کولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د ۱۹۸۴ زکال د اکتوبر په ۳۱ مه د نوموړي مور (لومړۍوزیره اندرا ګاندي) د ساتوانت سېنګ او بینت سېنګ په نومونو د خپلو دوه سک ساتونکو له خوا د هند د پوځ د بلو سټار (آبي ستوري) په نامه هغو عملیاتو په غبرګون کې ووژل شوه چې د مندیر صاحب له طلایي معبد څخه یې سېک جلا غوښتونکي فعالین وویستل. د همدغې ورځې په ناوخته کې ګاندي د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، ځکه د هغو ګوند ته اړوندې منظمې ډلې په ټولنه کې د سېکانو پر وړاندې راپورته شوې او په ډهلي کې یې ګڼ شمېر سېکان ووژل. سرچینې د وژل شوو سېکانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ تنو پورې ښيي. د همدغه کال په ډسمبر کې کانګرس ملي ګوند د لوک صباح له ۵۴۲ څوکیو څخه ۴۱۱ خپلې کړې او په دې سره یې په لوک صباح کې بشپړ اکثریت تر لاسه کړ. د راجیو ګاندي د لومړي وزارت دوره د یو شمېر جنجالونو شاهده وه؛ تر ټولو مهمې یې هم کېدای شي د بوپال فاجعه، د بوفورس رسوايي او د موهد په نامه د احمد خان پر وړاندې د شاه بانو بېګم قضیه وي. په جامو کشمیر کې د وزیر په توګه د ګل شاه له ټاکلو ډېر ژر وروسته په ۱۹۸۶ زکال کې په کشمېر کې بغاوتونه پیل شول. په ۱۹۸۸ زکال کې هغه د مالدیو کودتا وپاشله او د PLOTE ډلې په څېر یې له تامیل ملیشه ډلو سره څرګند مخالفت وکړ. نوموړي په ۱۹۸۷ زکال کې سرېلانکا ته سوله ساتي ځواکونه ولېږل چې له آزادي غوښتونکو تامیل پرانګانو (LTTE) سره په ښکاره نښته واوښتل. د ۱۹۸۷ زکال په نیمايي کې د بوفورس د فساد رسوايي د هغه ځایګي ته زیان واړوه چې له امله یې د نوموړي ګوند د ۱۹۸۹ زکال ټاکنې وبایللې. [4][5][6][7][8][9]
ګاندي د ۱۹۹۱ زکال د ټاکنو ترمهاله د ملي کانګرس ګوند مشر پاتې شو. په داسې حال کې چې نوموړي د ټاکنو لپاره مبارزه کوله د تامیل پړانګانو د یوځانمرګي برید ګر له خوا ترور کړای شو. د هغه کونډه سونیا په ۱۹۸۸ زکال کې د ګوند مشره شوه او خپل ګوند یې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ زکال په پارلماني ټاکنو کې بریا ته ورساوه. د هغه زوی راهول ګاندي د پارلمان غړی دی او تر ۲۰۱۹ زکال پورې د ملي کانګرس ګوند مشر و. په ۱۹۹۱ زکال کې د هند دولت د نوموړي له مړینې وروسته د بهارت راتنا تر ټولو لوړ ملکي نښان ګاندي ته ورکړ. په ۲۰۰۹ زکال کې د هند د رهبرۍ په کنفرانس کې د هند د معاصر انقلابي رهبر جایزه هم ورکړل شوه. [10]