روی جېنکېنز
From Wikipedia, the free encyclopedia
روی هرېس جېنکېنز، د هېلهېډ بارون جېنکېنز د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د د مېریت /OM (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) ګټونکی، د ۱۹۲۰ز کال د نومبر په ۱۱ زېږېدلی او د ۲۰۰۳ ز کال د جنوري په ۵ مه مړ شوی. یو بریتانوي سیاستوال چې له ۱۹۷۷ ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې يې د اروپا د کمیسیون د رئیس په توګه خدمت وکړ. په بېلابېلو وختونو کې د کارګر ګوند، سوسیال دیموکرات ګوند (SDP) او لېبرال دیموکرات ګوند لپاره د پارلمان غړی (MP) و. هغه د وېلسون او کالاګان په دولتونو کې د هېواد د ماليې وزیر و.
روی جېنکېنز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
سمول |
جېنکېنز د زغالو د معدنچي او د کارګر ګوند د استازي ارتور جېنکېنز زوی و، د اکسفورډ په پوهنتون کې يې زدهکړې وکړې او د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې يې د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۴۸ ز کال کې لومړی د مرکزي ساوتوارک د استازي په توګه وټاکل شو. جېنکېنز د ۱۹۶۴ ز کال تر ټاکنو وروسته د هارولډ وېلسون په ټاکنو کې د هوايي چلن د وزیر په توګه منصوب شو. یو کال وروسته یې کابینې ته ارتقا وکړه، تر څو د کورنیو چارو وزیر شي. جېنکېنز په دې موقف کې د سموونو/اصلاحاتو یوه لویه برنامه پیل کړه؛ نوموړی د هغه څه په لټه کې و چې د یوې«متمدنې ټولنې» په توګه یې تشرېح کول، هغه پر ځينو اغېزمنو قانوني ګامونو، لکه: په بریتانیا کې د تياتر سانورول او د اعدام سزا، په نسبي توګه همجنس پالنه جرم نه ګڼل، د طلاق د قانون اسانتیا، د سزا ورکولو لپاره د یو ډول ځانګړو ونو ځنډول او د ماشوم د سقط کولو پر حق څار درلود.
د ۱۹۶۷ ز کال په نومبر کې د ارزښت د کمولو تر کړکېچ وروسته، جېنکېنز د جېمز کالاګان پر ځای د مالیې وزیر شو. جېنکېنز په ټول هغه مهال کې چې د مالیې وزیر و، د تورم د کنترول له هڅې سره یې پر سخت دریځ مالي سیاست څار درلود او د ۱۹۶۸ ز کال پر سخته بودیجه یې څار وکړ، چې د مالیاتو د سخت ډېروالي شاهد و. په پایله کې يې د دولت جاري حساب په ۱۹۶۹ ز کال کې مازاد ته د ننه شو. د ۱۹۷۰ ز کال په ټاکنو کې د تمې خلاف، د کاګر ګوند تر ماتې وروسته، جېنکېنز په ۱۹۷۰ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ ز کال کې د کارګر ګوند د پرېکړې پر بنست، وروسته له هغې له خپل موقف څخه استعفا ورکړه چې د ګوند خلاف یې اروپايي ټولنې ته د بریتانیا د ننه کېدلو سخت ملاتړ وکړ. کله چې د ۱۹۷۴ ز کال تر ټاکنو وروسته کارګر ګوند واک ته راستون شو، وېلسون د دویم ځل لپاره جېنکېنز د کورنیو چارو د وزیر په توګه منصوب کړ. دوه کاله وروسته، کله چې وېلسون د لومړي وزیر له موقف څخه استعفا وکړه، جېنکېنز د مشرتابه په ټاکنو کې د هغه د ځای ناستۍ لپاره ګډون وکړ او تر مایکل فوټ او جېمزکالاګان وروسته درېیم ګټونکی شو. چې په دوام يې له پارلمان څخه د ګوښه کېدلو پرېکړه وکړه او د بریتانیا سیاست یې پرېښود تر څو د اروپا په کميسیون کې د لومړي بریتانوي رییس په توګه منصوب شي، هغه د ۱۹۷۷ ز کال په جنوري کې دنده پر غاړه واخیسته. [1]
جېنکېنز په کمیسیون کې د خپلې دورې تر بشپړولو وروسته په ۱۹۸۱ز کال کې، په ناببره ډول د بريتانیا سیاست ته ورګرځېدل اعلام کړل. هغه چې د مایکل فوټ په مشرۍ کيڼ لور ته د کارګر ګوند له حرکت څخه ناهیلی و، د څلورکسیز بانډ په یو غړي بدل شو، د کاګر ګوند پخوانۍ وتلې څېرې چې ګوند يې پرېښی و او SDP یې رامنځته کړه. جېنکېنز په ۱۹۸۲ ز کال کې په منځمهاله ټاکنو کې بریالی شو، چې د ګلاسکو هېلډ په استازیتوب پارلمان ته راستون او په مشهوره پایله کې یې له محافظه کارانو څخه چوکۍ ترلاسه کړه. هغه د ۱۹۸۳ ز کال تر ټاکنو مخکې د SDP مشر شو او په دې بهیر کې يې له لېبرال ګوند سره ټاکنیز اتحاد رامنځته کړ. په ټاکنو کې د SDP له کړنو څخه تر ناهیلي کېدو وروسته هغه له مشرتابه څخه استعفا وکړه او په دوام یې په ۱۹۸۷ ز کال کې په پارلمان کې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او تر لنډمهال وروسته يې د مشرانو جرګې غړیتوب ترلاسه کړ هغه د یو لېبرال دیموکرات په توګه په مشرانو جرګه کې حضور درلود. [2]
هغه وروسته د پخواني لومړي وزیر هارولډ مکمېلان تر مړينې وروسته د اکسفورډ پوهنتون رییس وټاکل شو او دا موقف یې تر خپلې مړينې پورې د ۱۶ کلونو لپاره خوندي کړ. د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې هغه د لومړي وزیر توني بلېیر نږدې سلاکار و او د ټاکنیزو سمونونو د لوی کمیسیون ریاست یې پر غاړه و. هغه د سیاسي فعالیتونو سربېره، تاریخپوه، ژوندلیک لیکونکی او وتلی ليکوال هم و. د یو ژوند په مرکز په نوم د هغه اثر چې په ۱۹۹۱ کال کې خپور شوی، د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د [طاووسی نثر] یو له تر ټولو غوره ژوندلیکونو څخه دی، چې «هغه مهال به په ډېر خوند سره ولوستل شي کله چې د دغه ژانړ ډېری نمونې هېرې کړای شي» جېنکېنز په ۲۰۰۳ کال کې د ۸۲ کالو په عمر ومړ. [3]