سارا پارکر ریمونډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سارا پارکر ریمونډ د ۱۸۲۶ ز کال د جون له ۶مې د ۱۸۹۴ ز کال د دسمبر تر ۱۳مې ژوند کاوه. نوموړې د امریکا وه، استادي یې کوله، فعاله وه او د غلامۍ ختمولو کمپاین یې کاوه. هغه د یوې ازادې ښځې په توګه په میساچوسټس ایالت کې زېږېدلې، نوموړې د بشري حقونو او د ښځو د رایې ورکولو په برخو کې نړیواله فعاله شوه. کله چې ۱۶ کلنه وه، د غلامۍ د ادارې په وړاندې خپله لومړنۍ عامه وینا وکړه او د متحده ایالاتو په شمال ختیځ کې یې د غلامۍ ختمولو په اړه خبرې وکړه. یو ورور یې چارلس لینکس ریمونډ نومېده، چې د ویناوال په توګه پېژندل شوی او دوی به ځینې وخت د غلامۍ ختمونې د لیکچرونو لپاره یوځای سفر کاوه.
سارا پارکر ریمونډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | |
عملي ژوند | |
تعلیم | لندن پوهنتون |
کار/مسلک | |
سمول |
په پای کې د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې استازی شو، ریمونډ په ۱۸۵۸ ز کال کې په متحده ایالاتو کې د غلامۍ ختمونې د مخ په ډېروېدونکي لامل د ملاتړ پیدا کولو لپاره انګلستان ته سفر وکړ. سره له دې چې ریمونډ په لندن کې په بیډفورډ کالج کې هم زده کړې کولې، د رخصتۍ پر وخت به یې لیکچر ورکاوه. هغې د امریکا د کورنۍ جګړې پر وخت غوښتنه وکړه، چې د اتحادیې او د دوی د کنفدراسیون د بندولو لپاره د بریتانیا د خلکو ترمنځ ملاتړ وشي. کله چې جګړه د اتحادیې په ګټه پای ته ورسېده، نو وروسته یې غوښتنه وکړه، چې د امریکا په سویل کې له نویو خوشې شویو میلیونونو خلکو سره د پیسو مرسته وشي.
ریموڼد له انګلستان نه په ۱۸۶۷ ز کال کې ایټالیا ته په دې موخه لاړه، چې په فلورنس کې طبي زده کړې وکړي، هلته ډاکټره شوه. په ایټالیا کې یې کابو ۲۰ کاله د درملو تمرین وکړ او هیڅکله متحده ایالاتو ته راستنه نه شو، کله چې په روم کې مړه شوه، عمر یې ۶۸ کاله و.