شپږم جورج
From Wikipedia, the free encyclopedia
شپزم جورج (البرت فریدریک آرتور جورج؛ د ۱۸۹۵ ز کال دسمبر له ۱۴ نه د ۱۹۵۲ ز کال د جنوري تر ۶ ) د ۱۹۳۶ ز کال د دسمبر د ۱۱ نېټې نه تر ۱۹۵۲ ز کال تر خپلې مړینې پورې د بریتانیا او مشترک المنافع د غړو هېوادونو پاچا و. هغه په ورته وخت کې د ۱۹۴۷ ز کال د اګست تر میاشتې پورې د هند وروستی سترواک و، چې په دې وخت کې د بریتانیا هندې پاچهي منحل شوه.
شپږم جورج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د سږو سرطان |
تابعیت | برېتانيا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) |
ښځه | |
اولاد | |
پلار | |
خور/ورور | |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
وفاداري | برېتانيا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) |
برخه | د برتانيا فوځ |
مقام | د پوځي قوماندانانو مشر |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
شپږم جورج چې د خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو تر منځ د "برتي" په نوم مشهور و، د خپلې انا ملکې ویکتوریا په واکمنۍ کې زېږېدلی او د خپل نیکه شهزاده کنسورت البرت په نوم نومول شوی دی. هغه چې د پاچا پنځم جورج دویم زوی و، تمه يې نه درلوده چې تخت په میراث یوسي او د ژوند په لومړیو کې د خپل مشر ورور اډوارد تر سیوري لاندې لوی شو. د ځوانۍ په بهیر کې سمندري کالج ته شامل شو او د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې په شاهي سمندري او شاهي هوایی ځواک کې دنده ترسره کړه. نوموړي په ۱۹۲۰ ز کال کې، د یارک ډوک لقب ترلاسه کړ او په ۱۹۲۳ ز کال کې يې د آغلې الیزابت بویس لیون سره واده وکړ، چې د الیزابیت او مارګریټ په نومونو یې دوه لوڼې درلودې. نوموړي د ژبې د تړ(لکنت) له امله، په ۱۹۲۰ ز کلونو کې تر درملنې لاندې ونیول شو، چې هغه وکولای شول، تر یوې کچې زده کړې وکړي. په ۱۹۳۶ ز کال کې د پلار تر مړینې وروسته، د جورج مشر ورور د آتم ادوارډ په توګه په تخت کېناست. د هغه کال په ورستیو کې، ادوارډ د دوه ځله طلاق شوې امریکایي مشهورې څېرې والیس سمپسن سره د واده کولو له امله له واک نه لاس په سر شو او جورج د شاهي مجلس درېیم پاچا وټاکل شو.
د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په میاشت کې، د بریتانوي سترواکۍ او د ټول ګټو ډېری غړو هېوادونو، پرته له آیرلنډ نه، د نازي آلمان په وړاندې جګړه اعلان کړه. د ایټالیا د شاهي هېواد او د جاپان د سترواکۍ سره په ۱۹۴۰ او ۱۹۴۱ ز کلونو کې په ترتیب سره جګړه وشوه. جورج د عامو وګړو د ستونزو د اورېدلو له امله شهرت ته ورسېد. د بکین ګهم ماڼۍ د بلیتز (نازي بمباریو) په ترڅ کې په داسې حال کې تر برید لاندې و نیول شوه چې پاچا او ملکه هلته وو او د هغه کشر ورور، د کینت ډوک د عسکري خدمت پر مهال ووژل شو. جورج د جګړې د ګټلو لپاره د بریتانوي هوډ د بېلګې په توګه مشهور شو. په ۱۹۴۵ ز کال کې بریتانیا او متحدین یې بریالي شول، خو بریتانوي سترواکۍ سقوط وکړ. آیرلنډ په لویه کچه بېل شو، چې په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند او پاکستان د خپلواکي لامل شو. د ۱۹۴۸ز کال د جون په میاشت کې جورج د هند د سترواک لقب پرېښود او پر ځای یې د مشترک المنافع هېوادنو د مشر نوی لقب غوره کړ. هغه د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د سګرټ څکولو له امله له روغتیایی ستونزو سره مخامخ شو او په ۱۹۵۲ ز کال کې د زړه د رګونو د بندېدو له امله مړ شو. د هغه لور دویمه الیزابیت د هغه ځایناستې شوه.