فرانسس رايټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسس رايټ (۶ سپتمبر ۱۷۹۵ – ۱۳ ديسمبر ۱۸۵۲ز کال) د فيني وايټ په نوم ډېره پېژندل کېږي، يوه سکاټلينډي الاصله ښوونکې، ليکواله، ازاده اندياله، ښځمنپاله، خيالي ټولنپاله، د مریيتوب مخالفه، ټولنيزه سمونپاله او اپیکوري فيلسوفه وه چې په ۱۸۲۵ز کال کې د متحده ايالاتو تبعه شوه. هماغه کال چې په «ټينيسي» کې يې د يوې خيالي ټولنپالې (يوټوپي) په توګه د «ناشوبا» ټولنه جوړه کړه، تر څو وښيي چې څه ډول مريان د آزادۍ لپاره چمتو کړي، خو دې پروژې يې یواځې يو کال دوام وکړ.په ۱۸۲۰ز لسيزه کې رايټۍ لومړۍ ښځينه ښوونکې وه چې په څرګند ډول يې په متحده ايالاتو کې د ټولنيز سمون د مسائلو په اړه د نارينه او ښځو غونډو ته وينا وکړه. هغې د نړيوال تعليم، د مريانو د آزادۍ، د زېږون د مديريت، برابرو حقوقو، جنسي آزادۍ، د واده شويو ښځو لپاره د قانوني حقوقو او طلاق د آزادو قوانينو ملاتړ وکړ. رايټ د منظم مذهب او د اعدام د سزا پر ضد هم غږ پورته کاوه. روحانيونو او رسنيو په سختۍ سره د رايټ په بنسټپاله اندونو نيوکې کولې. په متحده ايالاتو کې د هغې عامو ويناوو د فيني رايټ ټولنې او د نارينه کارګرو له ګوند سره د هغې اړيکې جوړې کړې ، کومې چې په ۱۸۲۹ز کال کې د نيويارک په ښار کې جوړې شوې وې، نوموړې دومره پیاوړې شوه چې مخالفينو يې د دې ګوند نوماندانو ته د فيني رايټ ټيکټ نوم ورکاوه.
فرانسس رايټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي (۱۷۹۵–۱۸۰۱)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۸۰۱–۱۸۲۵) د امریکا متحده ایالات (۱۸۲۵–۱۸۵۲) |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |
رايټ همدا راز د سياسي او ټولنيزو سمونونو په اړه لیکنې وکړې، په کومو کې چې «په امريکا کې د ټولنې او رواجونو اندونه (۱۸۲۱ز کال)» هم شامل وو، د هغې د سفرونو يو يادښت دی چې په متحده ايالاتو کې د لومړيو ديموکراتيکو سياسي او ټولنيزو ادارو څخه د هغې د ليدنو کتنو پايلې وړاندې کوي. هغې همدا راز په «د سويل د اوسېدونکو د زيان له خطر پرته په متحده ايالاتو کې ورو ورو د مریيتوب د ختمولو لپاره يوه طرحه (۱۸۲۵)» کې مریيتوب د پای ته رسولو په اړه خپل درېځ روښانه کړ. رايټ په ۱۸۲۹ز کال کې د اينډيانا په نيو هارموني کې له «رابرټ ډال اون» سره په شريکه « The New Harmony and Nashoba» يا « Free Inquirer» جريدې، تر څنګ يې په نيويارک کې « Free Enquirer» د ورځپاڼې، همدا راز وروسته د « The Sentinel » مهاليزې خپرونې (چې وروسته پرې د New York Sentinel and Working Man's Advocate نوم کېښودل شو) مديريت وکړ. د رايټ په نورو مشهورو خپروونو کې « Course of Popular Lectures » (۱۸۲۹ز کال) شامل دی، کوم چې د هغې د ويناوو ټولګه وه، وروستی کتاب يې د « England, the Civilizer » (۱۸۴۸ز کال) په نوم و.