وېليم جېمز
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیام جېمز (جنوری ۱۱، ۱۸۴۲ – اګست ۲۶، ۱۹۱۰ ز) یو امریکایی فیلسوف، تاریخپوه او ارواپوه دی چې په لومړي ځل يې په امریکا کې د ارواپوهنې درس ورکاوه. جېمز د ۱۹مې پېړۍ مخکښ مفکر بلل کېږي او د امریکا یوترټولو اغېزمن فیلسفوف دی چې "د امریکا د ارواپوهنې" پلار لقب يې هم ورکړی دی.[2][3][4][5]
وېليم جېمز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
نامتو زده کونکي | ماري ویټون کالکینز |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، ساپوهنه |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | بلیز پاسکال ، رالف والډو ایمرسن |
تحریک | پراګماتيزم |
سمول |
له چارلس سندرېس پییرس سره یوځای، جېمز د پراګماتیزم په نامه د ارواپوهنې یو مکتب رامنځته کړ چې د عملي ارواپوهنې یو له بنسټګرانو هم ګڼل کېږي. د عمومي ارواپوهنې د بیاکتنې (Review of General Psychology) خپرونې یوه شننه چې په ۲۰۰۲ز کال کې خپره شوه، جېمز د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو وتلی څوارلسم ارواپوه بللی دی. د امریکايي ارواپوهانو (American Psychologist) خپرونې په ۱۹۹۱ز کال کې جېمز د تجربوي ارواپوهنې د بنسټګر ویلهېلم وونډټ څخه وروسته په دویم مقام کې راوستی دی. جېمز همدا ډول یو فلسفي لیدلوری لري چې افراطي تجربه پالنه (radical empiricism) یې بولي. د جېمز آثارو پر نورو فیلسوفانو او علمي شخصیتونو اغېز کړی دی، لکه: اېمیلي ډرکهېیم، ډبلیو اي ډي دو بوویس، اېډمونډ هسرل، برتراند راسل، لډوېګ وېټګېنشټاین، هیلري پوټنم، ریچارډ رورټي او مریلیان رابینسن. [6][7][8][9][10]
جېمز په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد او د سویدنبرګیزم الهیاتو عالم مشر هېنري جېمز زوی او د نامتو ناول لیکونکی هېنري جېمز او خاطره لیکونکي الیس جېمز ورور دی. جېمز طب ولوست او په هاروارډ پوهنتون کې يې اناتومي ولوسته، خو هېڅکله يې طبابت ونه کړ. پر ځای يې لومړی ارواپوهنې او بیا فلسفې ته مخه کړه. جېمز په ډېرو موضوعاتو لیکل کړي دي، لکه شناخت شناسی (epistemology)، تعلیم، میتافزیک، ارواپوهنه، مذهب ، عرفان او تصوف. د هغه د ډېرو اغېزناکو کتابو په لړ کې دا کتابونه راځي: د ارواپوهنې اصول (The Principles of Psychology)، د اراواپوهنې په څانګه کې مخکښه لیکنه، په افراطي تجربه پالنه کې مقالې (Essays in Radical Empiricism)، په فلسفه کې مهمه لیکنه او د دیني تجربې ګڼوالی (The Varieties of Religious Experience)، د مذهبي تجربو د بېلابېلو بڼو څېړنه، لکه: د ذهني درملنې نظریې. [11]