پریزم
From Wikipedia, the free encyclopedia
پرزیم (PRISM) د هغه پروګرام شفري نوم دی چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د متحده ایالاتو د بېلابېلو انټرنېټي شرکتونو څخه د انټرنېټي اړیکو معلومات راټولول. دا پروګرام د SIGAD US-984XN په نوم هم یادېږي. پریزم د ۲۰۰۸ کال د FISA د قانون د تعدیلاتو د ۷۰۲ برخې پر بنسټ د انټرنېټ شرکتونو لکه ګوګل د تقاضا پراساس ذخیره شوي انټرنېټي اړیکې راټولوي ترڅو هر هغه ډیټا لاس ته راوړي چې د لټون محکمې له قانوني شرایطو سره سمون لري. له نورو کارونو ها خوا، NSA کولای شي د PRISM غوښتنې د هغو کوډ شوو مخابراتو اړیکو په نښه کولو لپاره وکاروي چې د انټرنېټ په لویو شبکو کې لېږدول کېږي، تر څو په هغه ذخیره شوې ډیټا تمرکز وکړي چې د مخابراتو د فلټر سیسټمونو له وړاندې غورځولې، او هغه دېټا ترلاسه کړي چې شننه یې آسانه وي. [1][2][3][4][5][6][7][8][9]
پریزم په ۲۰۰۷ کال کې د بوش د ادارې پر مهال د امریکا د ساتنې قانون د تصویب په پایله کې پیل شو. دا پروګرام د متحده ایالاتو د بهرنیو استخباراتو د څارګرې محکمې (یا FISA محکمې، یا FISC) تر څارنې لاندې د بهرنیو استخباراتو د څارنې قانون (FISA) پر بنسټ پر مخ وړل کېږي. د دې پروګرام شتون شپږ کاله وروسته د NSA د یوه قراردادي، اډوارډ سنوډن په لاس افشا شو، او خبرداری یې ورکړ چې د ډله ایزې دېټا د راټولېدو کچه د خلکو تر پوهاوي ډېره زیاته وه چې نوموړي دا "خطرناک" او "جنایي" فعالیتونه وګڼل. دا افشاء د ګارډین او واشنګټن پوسټ له لارې د ۲۰۱۳ کال د جون په ۶ نېټه خپره شوه. ورپسې اسنادو د NSA د ځانګړو سرچینو د عملیاتو څانګې (SSO) او د پریزم د شریکانو ترمنځ د میلیونونو ډالرو مالي هوکړې افشا کړې. [10][11][12][13][14]
اسناد ښیي چې پریزم "د لومړنیو یا خامو استخباراتي معلوماتو لومړۍ سرچینه ده چې د NSA د تحلیلي راپورونو لپاره کارول کېږي"، او دا د NSA د انټرنېټي ټرافیک ۹۱٪ تشکیلوي چې د FISA د ۷۰۲ برخې د احکامو پر بنسټ ترلاسه شوي. افشا شوي معلومات له هغه افشا وروسته راووتل چې د FISA محکمې د ویریزون مخابراتي شرکت ته امر کړی و چې NSA ته د خپلو ټولو پیرودونکو د تلیفونونو د تعقیب سوابق تسلیم کړي. [15][16][17][18]
د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو د ګارډین او واشنګټن پوسټ په مقالو کې د پریزم نېوکې بې بنسټه بللې او د پروګرام دفاع یې کړې، او ټینګار یې کړی چې دا له تضمین پرته په کورنیو اهدافو کې نشې کارېدلی. همدارنګه، ادعا یې کړې چې د دې پروګرام پر مټ یې د ترهګریزو کړنو مخه نیولې او دا پروګرام د فدرالي حکومت د اجرایوي، قضایي او مقننه څانګو تر خپلواک نظارت لاندې دی. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۹، آلمان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د NSA د معلوماتو راټولولو فعالیتونه "یو مشخص او محدود سیسټم دی چې موږ ته لارښوونه کوي توڅو د خپلو خلکو ساتنه وکړو." [19][20][21]